د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د هندی کشمير د مرکز سرينګر او د پاکستانی کشمير د مرکز مظفراباد ترمنځ د مسافرينو ترافيکی کرښه د اپريل په اوومه نيټه په رسمی توګه پرانيستل شويده ٠
په محلی وخت د اوومې نيټې سهار په يوولسو بجو د هند لومړی مسافر وړنکی موټر د سرينګر له سټيشن څخه د مظفراباد خوا ته وخوځيد او د پاکستان لومړی مسافروړونکی موټر هم له مظفراباد څخه حرکت وکړ٠
د هند صدراعظم سينګ د ترافيکی کرښی د پرانيستلو په مراسمو کښی وويل چه د دې کرښې پرانيستل د هند او پاکستان ترمنځ د سولې خوا ته د وړاندی تګ په لاره کښی لومړی ګام دی ٠