د چين د بين المللې راډيو د خبر له مخی : د هندې کشمير د مرکز سرينګر او د پاکستانې کشمير د مرکز مطفراباد ترمنځ د عمومی بس رسمی تګ راتګ د روانې مياشتې په ٧مه نيټه پيل شو .په همدی ورځ د نوموړو مرکزو څخه ليږل شوی لومړنې بسونه په سوله ايزه توګه خپل مقصد ته رسيدلی دی .
په همدی ورځ د م م د سرمنشی کوفی انان وياند د يوې اعلاميی په خپرولو سره د هندې او پاکستانې کشمير ترمنځ د عمومی بسونو د رسمی تګ راتګ څخه خوښی څرګنده کړه او په دې اعلاميی کی يی هيله څرګنده کړه چه داسی اقدام به د هنداو پاکستان ترمنځ د يو لړ موضوعاتو د حل و فصل دپاره نوی فرصت برابر کړی.