<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-09 17:11:29    
مونږ او اوريدونکی

cri

رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونې محترمو اوريدونکو اسلام عليکم ! زه عنايت الله رمز او زه وانګ ين خه . ډير خوشحاله يو چه يو ځل بيا ستاسو د خپرونې په وړاندی کولو سره په خدمت کی يو . هيله ده چه د خپرونې تر پايه پوری له مونږ سره واوسی .

وانګ – مونږ د تيری اونی په خپرونه کی د نوی چين د ٥٥ کاليزی په وياړ د راډيويی سيالې د ګټونګو نومونه خپاره کړل او هم مو د نوموړو دوستانو په پته د هغوی جايزی واستولی . اوس به د دې اونی ليکونه ولولو :

رمز – د نن خپرونې لومړی ليک د محترم ورور طلاخان نيازی دی . زمونږ دغه ورور خپله پته نه ده ليکلې چه دا ليک يی له کومه ځايه رااستولی ، خو پخپل ليک يی د سلامونو او د نوی کال د مبارکی تر ځنګ د چين په هکله ډول ډول په زړه پوری معلومات هم راليږلی دی .

وانګ – طلاخان نيازی صاحب ته مونږ هم سلامونه وايو او د نوی کال له امله د مبارکی او د چين د ټولنيزی او اقتصادی ودی په هکله د معلوماتو څخه يی ډيره مننه کوو . هيله ده چه په راتلونکی کی هم خپل ليکونه راواستوی .

رمز – دا په څلورو مخونو کی اوږد او مفصل ليک زمونږ دوست او اوريدونکی سلطان محمد کامه وال مياخيل چه په عين زمان کی له خپل نوم سره شاعر ، ښوونکی او خياط هم ليکی راليږلی . د کامه وال صاحب نور مفصل او اوږده ليکونه په تيرو څو اونيو کی هم مونږ ته رارسيدلی ؤ او ټول ليکونه مو ورته په وار سره په تيرو خپرونو کی خپاره کړل ، خو کامه وال صاحب د سلامونو او نيکو هيلو تر

څنګ پخپلو ليکونو کی دا هم زياتوی چه د اوريدونکو ليکونه په مفصل ډول يعنی هر هغه څه چه يو اوريدونکی په څلورو پا پنځو پاڼو کی ليکی ټول بايد خپاره شی .

وانګ – د محترم ښوونکی سلطان محمد کامه وال صاحب سلامونو ته وعليک وايو او مونږ هم پخپل نوبت ورته سلامونه وايو او کامه وال صاحب ته بايد ډاډ ورکړو چه ستاسو ټول ليکونه مونږ ته رارسيدلې او هغه مو په څو خپرونو کی خپاره کړل . بله دا چه ستاسو د اوږدو او مفصلو ليکونو څخه مو ډيره ګټه واخيستله او هغه مو په دفت سره ولوستل . ستاسو په ليکونو کی هر ډول معلومات او هر ډول ټوکی او ټکالی ليکل شوی وی . ستاسو د دې ټولو ليکونو ، معلوماتو او په زړه پوری ټوکو او ټکالو نه مننه کوو ، خو په مفصل ډول د ټولو ليکونو خپرول په يوه خپرونه کی چه وخت يی هم محدود وی ناشونی کار دی ، ځکه که چيری مونږ د يوه اوريدونکی پنځه يا شپږ مخيزه ليک ته په خپرونه کی ځای ورکړو ، د دې معنی ورکوی چه نور اوريدونکی له ياده وباسو او د هری اونی خپرونه به يوازی د يوه

اوريدونکی په خدمت کی وی . په داسی حال کی چه مونږ ته هره اونی په لس ګونو

ليکونه رارسيږی او هر اوريدونکی د دې تمه لری چه اقلاًد دې خپرونې له لارې چه ستاسو خپله خپرونه ده خپل نوم واوری او پدې ډاډه شی چه ليک يی مونږ ته

رارسدلې دی . نو ښه به دا وی چه يو کشمش په ټولو يارانو وويشو نه دا چه يوازی يی وخورو . ستاسو د ښو او په زړه پوريو ليکونو په تمه . خوشحاله اوسی .

رمز – دا هم دوه ليکونه دی او زمونږ دايمی اوريدونکو قاری محراب الدين پريشان چه پخوايی ارمانې تخلص کاوه او اوس پريشان شويدی او زيره ګل زړه سواند په جلا جلا توګه راليږلی بايد ووايو چه زمونږ دغه اوريدونکی د پاکستان

صوبه سرحد ضلع هزار تحصيل مانسهره په حاجی اباد کی د اچهړيان د کمپ اوسيدونکی دی . دغه شان د دوی نور ملګری چه په دوامداه توګه يی نومونه ليکی عبارت دی له محمد عارف عرفان ، خان محمدخاکسار ، عبدالغياث همراز ، قاری انخر ګل مسافر او جمع الدين فريادی او د دوی څخه بيا محمد عارف عرفان څه نا څه هره اونی يو ليک مونږ هم راليږلی چه په همدی اونی کی يی هم مونږ ته يو بل ليک رارسيدلې او پکی يی د رحمان بابا شعر هم ليکلی دی .

وانګ – د قاری صاحب محراب الدين پريشان چه خدای دی پريشان نه کوی او همداشان د زيړ ګل زړه سواند چه تل دی د خوارانو په حال زړه شوی ولری او د محمد عارف عرفان چه د تل دې د عرفان په جامه ښکلی وی سلامونو ته د زړه له کومی وعليک وايو .د دوی ليکونه په دوامداره توګه مونږ ته رارسيږی چه ډير ليکونه يی په تيرو خپرونو کی خپاره شوی هم دی . ښايی چه اوريدلی به يی هم وی . دا دی دا ليکونه مو هم ورته خپاره کړل . هيله ده چه نور ليکونه هم مونږ ته راواستوی . نيکمرغه اوسی .

رمز – دا دوه ليکونه د صوبه سرحد کوهاټ د ګهمکول کمپ څخه د اريوب د کلب مشر ښاغلې محمد اقبال بشر دوست اريوبی چه زمونږ دايمی دوست او

اوريدونکی دی راليږلې .محترم اريوب صاحب په خپلو ليکونو کی لومړی ګيډی ګيډې سلامونه ليکلی او بيا يی د چين او افغانستان تر منځ د دوستی او نيکو اړيکو د يادونې تر څنګ د افغانستان د ابادې او نيکمرغی هيلې يی هم څرګندې کړی دی او په پای کی يی بيا زياته کړيده چه د شپی له خوا د سی ار ای خپرونې په

صفااو واضيحه توګه نه اوريدل کيږی .

وانګ – محترم اوريدونکی محمد اقبال بشر دوست اريوبی مونږ هم سلامونه وړاندی کوواو هيله لرو چه د تل په شان له مونږ سره خپلې قلمې اړيکی وساتی . د دوستی او نيکو هيلو څخه مو مننه کوو او دا چه زمونږ خپرونه د شپی له خوا ستاسو په سيمه کی صفانه اوريدله کيږی ، ښايی يو علت يی د ژمی سره هوا وی چه پر راډيويی څپو څه ناڅه اغيزه لری او يا خو کوم بل علت موجود وی . په هر صورت مونږ ستاسو دغه ستونزه مو د خپلو تخنيکی همکارانو سره مطرح کړه ، تر څو ستونزه ليری کړی . ستاسو د نورو ليکونو په تمه ، بريالی اوسی .

رمز – دا ليک د پاکستان د صوبه سرحد باجوړ ايجنسی سالرزو پشت د اريانا کلب نه خان زرين عادل راليږلی دی . زمونږ دغه اوريدونکی د سلامونو نه وروسته ليکی چه ستاسو ټولې خپرونې په شوق او ذوق سره اورم ، دا زما دوهم ليک دی . ستاسو ليک ما ته راورسيد ډير خوشحاله شوم .

وانګ – د خان زرين عادل سلامونه ته وعليک وايو . مونږ ډير خوشحاله شولو چه زمونږ ليک مو تر لاسه کړيدی . هيله ده چه تاسو هم په دوامدار توګه خپل ليکونه راوليږلی . خوشحاله اوسی .