<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-09 17:16:29    
د اوريدونکو غږ

cri

د پاکستان د صوبه سرحد ضلع وتحصيل ماُنسهره نه د محمد عارف (عرفان ) او نورو ملګرو دوه ليکونه : د چين د سی ار ای د راډيو د پښتو خپرونې کارکوونکو ته ډير د مينې او د محيت څخه ډک سلامونه وړاندی کوو. هيله لرم چه زمونږ پيرزويی سلامونه په خپل حضور کی منضور او د قدرقبول وړ وګرځوی .

مونږ ټول ملګرې په دې ليک کی يو ځل بيا ټينګار کوو چه د مونږ او اوريدونکو پروګرام ته يو ځانګړی زيات وخت ورکړې شی .دومره وخت ورکړی شی چه د اوريدونکو ليکونه په پوره ډول نشر کړای شی . لکه : د اوريدونکو شعرونه ، ټوکې ، لنډۍ ، غزل او داسی مختلف نظريات او د خوښو کړو سندرو نشرولو ته هم ځای ورکړی ، دا ځکه چه اوريدونکی جلبيدل اودې ته نور هم هڅوی چه خپلې قلمې رابطه اړيکی له تاسو سره ټينګې کړی .

مونږ ټول ملګری هره شپه او ورځ د سی ار ای د راډيو پښتو خپرونې په ډير شوق ، ذوق او مينی سره اورو ، ځکه چه د چين خلک ډير خواری کښ زحمت کښ ، زړه وړ او زړه سواندی او لايق او هوښارخلک دې ښځه ، ځوړ، ځوان او ماشوم ډير تکړه او پر مختللې خلک دی . زمونږ له دغه شان خلکو سره ډيره مينه ده چه هم ځان او هم جهان ابادوی او زمونږ افغانانو ته هم پکار دې چه دغسی کارونه سرته ورسوی او نن سبا زمونږ په هيواد کی دغه شان خلکو ته ضرورت دي چه وطن او ځان اباد او د هوساينې په طرف حرکت وکړي او هم افغانانو ته زما پيغام دا دی چه د ټوپک په ځای په لاس کی قلم واخلې .

غزل

له خپل احساسه ناقراره لاړو *** په چوپه خوله مونږ تر داره لاړو

ما ته خوستا د قدرځولۍ ښکاريده *** په دې لالچ تردې چناره لاړو

کډې موبارکړی بيا به نه راځو مونږ *** جانانه ! ستا د زړه له ښاره لاړو

ستر ګی دې سرې وې غړولی دی نه *** تشه ځولۍ د دې خماره لاړو

مينې پښتو به مې اوس نه ګرموی *** اوس خو د دې قانون په لاره لاړو

پاکستان صوبه سرحد ضلع هری پورجی يی روډ افضل مارکيټ نه سيدا لرحمن نهير :

سلامونه او نيکې هيلې تاسو ته وړاندی کوم . زه وايم چه تاسو ٣١ کاله کيږی چه پښتو ادب ته خدمت کوی ، خو زه دا وايم چه بايد تاسو دا وخت لږ نور هم زيات کړی بايد چه دا يو ساعت ژوندی خپرونه ولری . زه بيا هم دا وايم چه ولی تاسو د ٢٠٠٤ کال د مسابقې ګټونکي نه اعلانوی . زه او زما د کلب له خوا تاسوته د چينايانو د اختر مبارکې وايم او زه يوه پوښتنه لرم هغه دا ده چه که تاسو د ختن د ښار په باره کی معلومات راکړی او د ختن د مشکو په باره کی هم معلومات راکړی او زه خبر شوی يم چه دامشک له يو قسم عرنې غرڅه څخه تر لاسه کيږی.

د صوبه سرحد د اريوب کلب مشر محمد اقبال بشردوست اريوبی او د کلب نور ملګری :

زمونږ ګران هيواد افغانستان ته د زمونږ ګاونډې هيواد د چين له خوا په مرسته ورکولو ډير زيات خوشحاله شو . د چين له هيواده مونږ ډيره شکريه اداُکوو چه زمونږ وران هيواد افغانستان سره يی کومک وکړو . د چين هيواد بايد افغانستان سره نورومرستو ته هم دوام ورکړی . افغانستان او چين دواړه هيوادونه ډير زاړه او قدليمې تعلقات لری . دغه تعلقات بايد نوره هم په زياتيدو شی . چين بايد په افغانستان کی په نوو پروژو لاس پوری کړی . د افغانستان په سمسورتيا کی بايد زمونږ کران ګاونډی هيواد چين فعال کردار تر سره کړی .چين ته په کار دی چه زمونږ د نورو ګاونډی هيوادونو په پرتله زياته مرسته وکړی . ولې چه چين يو پرمختيا يی هيواد دې او ډيری زياتی وسيلې لری . دغه وسيلې بايد زمونږ په ګران هيواد افغانستان کی په کار واچوی .