<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-14 17:29:14    
د چين مسلمان خطاط نورالدين ميګوانګجيانګ

cri

د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه واسلم فرمايلی چه ٌ تاسی بايد تعليم او خط سره پيوست کړی٠ ٌ څلورم خليفه حضرت علی بن ابی طالب هم هدايت ورکړی چه ٌ تاسی بايد ښه خطاطۍ وليکی ، ځکه چه هغه د ژوند د دروازې د خلاصولو کلی ګڼل کيږی ٠ٌ عربی خطاطی د عربی هنری خزانې يو ځلانده مرغلره ده چه ساکت موزيک او اواز لرونکی تصوير ګڼل کيږی٠ په چين کښی د مبارک اسلام د خپريدو او پراخيدو په اوږد تاريخ کښی د عربی خطاطۍ زيات ماهرين پيدا شويدی٠
مګر په چين کښی د عربی ليک هغه خطاطان ډير کم دی چه د عربی هيوادونو د استادانو لخوا ورته د خطاطۍ تصديق نامه ورکړی شويده٠ د خوښۍ وړ خبره دا ده چه د چين د عمومی ساختمانی شرکت عالی رتبه ترجمان نورالدين ميګوانګجيانګ په هغو لږ شمير چينی خطاطانو کښی شميرل کيږی چه په نسخ او ثلث خطاطۍ کښی يی مهارت او لياقت د عربی خطاطانو له خوا هم منل شوی او تصديق شويدی٠
ښاغلی نورالدين ميګوانګجيانګ د ١٩٦٣ کال په اګيسټ کښی د چين د شان دونګ ولايت د يو چن په ښار کښی وزيږيده او له کوچنيتوب څخه يی له عربی خطاطۍ سره ډير علاقه درلودله٠ کله چه به يی د خپل کور د دروازې دپاسه د دعا عبارات ليدل ، دا يی احساسوله چه دغه عبارات له برکت نه ډک دی او کله به وی چه په خپلو ګوتو په ښکلی خط دغه دعا وليکی٠
په ١٩٨١ کال کښی ځوان ميګوانګجيانګ په جومات کښی له امام څخه د قران کريم د تلاوت په زده کولو او د مروجو اسلامی تعليماتو په زده کړه پيل وکړ ٠ په عين وخت کښی يی د عربی حطاطۍ په زده کړې هم شروع وکړه٠ وروسته يی د شان شی ولايت د چانګ جی ښار د عربی ژبې په ښوونځی او د بيجينګ د خارجی ژبو په پوهنتون کښی عربی ژبه زده کړه او د رخصتۍ په موده کښی يی د چين نورو ځايونو ته سفرونه وکړل او هلته يی له يو شمير مشهورو خطاطانو او استازانو څخه عربی خطاطی هم زده کړه٠
په ١٩٨٩ کال کښی ښاغلی نورالدين ميګوانګجيانګ د کار د پاره کويت ته لاړ چه هلته يی به خپل ټول فارغ وخت د عربی خطاطۍ مطالعې او مشق ته وقف کړ او ژر له محلی عربی خطاطانو او په کويت کښی د پاکستان، ايران، عراق او د عربی اماراتو د اتحاديې له خطاطۍ مينه والو سره اشنأ شو چه له دوی سره يی د عربی خطاطۍ د ليکلو په باب د تجربو تبادله کوله او ورڅخه يی د خطاطۍ مهارت زده کاوه٠
په ١٩٩١ کال کښی ښاغلی ميګوانګجيانګ له کويت څخه د مصر د سادات ښار ته لاړ او په ١٩٩٣ کال کښی د دی ښار د عربی خطاطۍ په ښوونځی کښی داخل شو، هغه د خپل ټولګی يوازنی خارجی زده کوونکی و او بيا تر ټولو زخمتکښ زده کوونکی هم وګڼل شو٠ د مصر خطاطان نه يوازی د خطاطۍ ډير لوړ مهارت لری، بلکه زده کوونکو ته د خطاطۍ په ورزده کولو کښی هم د ستاينې وړ رويی خاوندان دی٠ دوی به هميشه د نورالدين ميګوانګجيانګ خطاطۍ ته ډيره پاملرنه کوله او د هغې اغلاط به يی اصلاح کول او نوی لارښوونی يی هم ور ته کولې٠ د دغو خطاطانو د ښی لارښوونې په اثر ښاغلی ميګوانګجيانګ په عربی خطاطۍ کښی پياوړی لاس پيدا کړ، د ده په نظر د عربی خطاطۍ راز راز شکلونه او سبکونه لکه د ځغاستو اسونو په نندارچيانو کښی وجد او جذبه راپورته کوی او يا لکه د ښکلو غرونو لوړی ژوری سلسلې او له هغو څخه د روانو او بهاندو چينو شرهار دی چه په هر غمجن او خفه زړه کښی د خوښۍ او نشاط ليکی وباسی٠
په ١٩٩٢ کال کښی ښاغلی ميګوانګجيانګ د خطاطۍ په يوه هغه مسابقه کښی چه د سادات ښار د کلتوری ماڼۍ لخوا پر ځای شوه ، لومړی لمبر وګاټه، په همدې کال کښی د ده د خطاطۍ اثار د مصر په نندارتون کښی وښودل شول چه د نندارچيانو لخوا ډير زيات وستايل شول او ٍحتی دری اثار يی د سادات ښار د کلتوری موزيم لخوا وساتل شول ٠
په ١٩٩٧ کال کښی نورالدين ميګوانګجيانګ د سادات ښار د عربی خطاطۍ له ښوونځی څخه فارغ شو او د عربی خطاطۍ تصديق نامه يی هم ترلاسه کړه چه دا په چين کښی د عربی خطاطۍ لومړنی ديپلوم لرونکی خطاط دی٠
د ١٩٩٩ کال د جون په ١٤ نيټه د مصر د خطاطۍ ټولنې په رسمې توګه ښاغلی نورالدين ميګوانګجيانګ د خپل غړی په حيث اعلان کړ٠ دا د دی ټولنې لومړنی خارجی غړی دی٠
له څو کالو راهيسی ، ښاغلی نورالدين ميګوانګجيانګ په کويت ، مصر او خپل هيواد چين کښی د زده کړې او کار په ترڅ کښی د عربی خطاطۍ په باب زيات ارزښتناک مدارک راټول کړی او څو ښه کتابونه يی تاليف کړيدی٠ مثلأ ٌ د التسميه د قلمی نسخو مجموغه ٌ ، ٌ د مسلمانانو د متداولو اصطلاحاتو خطاطۍ مجموغه ٌ ، ٌ د عربی لاسليکونو نومونې ٌ ، ٌ د عربی حروفو ليک ښود ٌ او داسی نور ٠