د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د پاکستان جمهوررييس مشرف د اپريل په ١٦ نيټه هند ته په دوه ورځنی غير رسمی سفر پيل وکړ .
د جمهوررييس مشرف د سفر د سالم سرته رسولو د تامين لپاره د وروستيو ورځو راهيسی د هند پوليسی مقاماتو په مرکز نوی ډيلی او داسی نورو ځايونو کی امنيتی تدبيرونه پياوړی کړی دي . د نوی ډيلی د پوليسو د اداری اړوند مامور خبريال ته وويل ، دوی په هغه هوټل چه مشرف پکی اوسی ، او په هغه لوبغاړي کی چه په ١٧ نيټه به مشرف هلته د کرکټ سيالی وګوری ، ټول څه د پاسه ٥٠٠٠ پوليس ځای پر ځای کړی دي . دغه شان يی د نوموړو دوو ځايونو د پاسه په موقتی توګه د الوتکو د الوتنی بنديز اعلان کړی دی .
د ١٧ نيټی نه وروسته به جمهوررييس مشرف د هند له مشرانو سره يو لړ خبری اتری وکړي .