<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-16 17:15:34    
مونږ او اوريدونکی

cri

د مونږ او اوريدونکی د خپرونې ګرانو اوريدونکو زمونږ د مينې او خلاص نه ډک سلامونه ومنې .دا دې د يوی اونې په تيريدو سره زه عنايت الله رمز او زما همکاره وانګ اين خه ، بيا ستاسو په خدمت کی يو او ستاسو د لا زياتې خوښی او خوشحالې په هيله به د ليکونو په ويلو پيل وکړو .

وانګ – په دې اونې کی هم ډير ليکونه رارسيدلی او مونږ به د خپرونې د وخت د امکاناتو په صورت کی په نوبت سره د اوريدونکو راليږل شوی ليکونه ولولو او رمز صاحب تاسو مهربانې وکړی . دا لومړی ليک د کوم محترم اوريدونکی د ی او له کوم ځای څخه يی رااستولی دی .

رمز – دا ليک وانګ جانی ته خو يی هم وينې چه په انګليسی ژبه ليکل شويدی او زمونږ محترم ورور ډاکتر اسدبها د اطريش د مرکز ويانانه رااستولی دی . د ليک په سر کی ليکل شوی : د افغانستان د بيا ودانولو د مرستی ټولنه بيا د ليک په متن کی ليکل شويدی .پښتو خپرونه او د سلامونو د وړاندی کولو نه زياتوی چه مونږ ستاسو پښتو خپرونه په ډير شوق او ذوق سره اورو . مونږ ستاسو د پښتو پروګرامونو څخه ډير معلومات تر لاسه کوو او زمونږ د ټولنې ټول غړی يی ښه خيړی . په پای کی تاسو ته د لاښه پروګرامونو په جوړولو کی برياليتوب غواړو .

وانګ – محترم ورور ډاکتر اسدبها او ستا د ټولنې ټولو غړو ته مونږ هم ګيډی ګيډی سلامونه وړاندی کوو . ستاسو د نيک نظر او ښو هيلو څخه مننه کوو . مونږ هيله من يو چه په راتلونکی کی هم مونږ خپلې مشورې او ليکونه راواستوی .

رمز __ دا بل ليک د پاکستان د صوبه بلوچستان صلع پشين نه ايم جان محمد

ثاقب ، احمد شاه مخلص او سميع الله جان په ګډه راليږلی . ډير ډير سلامونه يی ليکلې او بيا زياتوی چه ستاسو ليک هم مونږ ته راورسيد . په تر لاسه کولو سره يی ډر خوشحاله شولو او په پای کی زياتوی چه په پښتو او انګريزی ژبو معلوماتې کتابونه او مجلی مونږ راواستوی .

وانګ – ايم جان محمد ثاقب او ملګرو ته يی مونږ هم سلامونه وايو . دا چه زمونږ ليک مو تر لاسه کړ ډير خوشحاله شولو او د امکان په صدرت کی به ځينې مجلی او مطبوعات په راتلونکی کی ستاسو په پته دروليږی . خوشحاله اوسی .

رمز –د تل په شان د اوږد او په ځو مغونو کی بيکل شوی ليک د ښاغلی ښوونکی سلطان محمد خياط کامه وال صاحب دی . ښاغلی سلطان محمد کامه وال صاحب خو خپل خای او پته ښه پيژنې او دا خل يی خپل انډيو الان يعنې د کلب غړی معرفی کړيدی . د کامه وال صاحب د کلب غړی دی سعادت محمد ، طارق محمد ، سروار محـد ، صادق محمد بنګاټې ، ډاکټر فدامحمد او جيب الله نيازی . د سلامونو او شعرونو او د ادب نه د ډکو فکاهيو تر څنګ يی ليک د هراړخيزو معلوماتو لرونکی دی او همدا شان زمونږ د خپرونې د لا ښه والی سره يی هم مينه ښودلی ده او ځينې وړانديزونه يی هم کړيدی .

وانګ – کامه وال صاحب او د کلب غړو ته يی مونږ هم سلامونه وايو او ورڅخه په درښت هيله کوو چه د خپلې لوړی پوهی په رڼا کی مونږ د خپلو سالمو او علمې مشورو څخه يی برخې نه کړی .

رمز – د پاکستان د صوبه سرحد ضلع وتحصيل مانسهره نه زمونږ د دايمی اوريدونکی محمد عارف عرفان او د دې کلب د ګڼ شمير غړو دری ګډ ليک مو بيا

هم پدی اونی کی تر لاسه کړل او د سلامونو او زمونږ د خپرونې د ستاينې نه وروسته ليکی چه زمونږ ځينې ملګری په انګليی ژبه نه پوهيږی او وايی چه مونږ ته په پښتو او دری ژبو مجلې او ورځپاڼې راواستوی .

وانګ – محمد عارف عرفان او د کلب ټولو غړو ته يی مونږ هم سلامونه وړاندی کوو . همدا شان زمونږ د پروګرامونو څخه د دوی د ستاينې نه ډيره مننه کوو ، خو د مجلو او ورځپاڼو په برخه کی بايد ووايو چه دلته مونږ يوازی په چينې او انګلسی ژبو خپرونې لرو . په پښتو او دری ژبو مجلې او ورڅپانې نه خپرو تاسو کولای شی . زمونږ د راډيو د انترنيټ پاڼې څخه معلومات تر لاسه کړی . بريالی اوسی .

رمز – دا بل ليک د پاکستان د صوبه سرحد ضلع هزاره تحصيل مانسهره حاجی اباد اچهړيان کمپ نه زمونږ دايمی اوريدونکی قاری محراب الدين پريشان راليږلی او د تل په شان خپل ملګری محمد عارق عرفان ، خان محمد خاکسار عبدالغياث همداد ، قاری انځرګل مهافر ، زيړ ګل زړه سواند ، جمعه الدين فريادی ، قاری نورو زعاشق ، قاری عطاًالله پردسيی ، عطاالرحمن سهاک او سيد رالرحمن چينايی معرفر کوی .دغه راز محترم قاری محراب الدين پخپل ليک کی لنډ لنډ معلومات هم راليږلی چه ورڅخه به يی غوره ويناوی ولولو .

وانګ : مخکی له دې نه چه دقاری صاحب پريشان له ليک غوره ويناوی ولولی . قاری صاحب محواب الدين پريشان او نورو ټولو ملګرو ته يی مونږ هم ډير ډير سلامونه وړاندی کوو او هيله ده چه د خپلو ليکونو لړی د تل په شان له مونږ سره ټينګه وساتی او د قاری صاحب د ليک ليکل شوی غوره ويناوی به تاسو رمز صاحب

ولولی .

رمز – قاری صاحب مونږ ته دغه غوره ويناوی راليږلی . نو به اسانه ده ، خو د

ګناهونو پريښودل سخت کار دی . انسان ته پکار دی چه له ځان نه ډيوه جوړه کړی او نورو ته روښايی ورسوی .ژوند د يوه بل خواغ په شان دی چه د وخت په تيريدو سره به يی د ڼازوال ومومی .

وانګ – دا خو ډيری ګټوری خبری دی او دابل ليک د چا دی ؟

رمز – دا څو ليکونه د پاکستان د صوبه سرحد ضلع وتحصيل مانسهره نه نور جان ارمانی راليږلی ، ډير ډير سلامونه يی ليکلی او بيا يی يوه پوښتنه راليږلی چه په دې ډول ده وايی چه يوه سړی او يوه ښځه په لاره روان ؤ ، ما له سړی نه پوښتنه وکړه چه کاکا دا ښځه ستا څه کيږی ؟ هغه په ځواب کی وويل چه د دې ښځې خواښی او زما خواښی سره مور او لور دی ، نو اوس تاسو ووايی دا ښځه د نوموړی څه کيږی . نو وانګ جانې نوموړی پوښتنې ته به ځواب هم وايی .

وانګ – رمز صاحب مخکی له دې نه چه د نور جان ارمانې پوښتنې ته ځواب ووايم ، مونږ هم ورته سلامونه وړاندی کوو او د پوښتنې ځواب يی دا دی چه نوموړی ښځه د لاروی سړی نژور يعنی د زوی سځه يی ده . د دې ښځې خواښی د سړی ميرمن او د سړی خواښی د همدی سړی د زوی مور ده چه د ورسره ښځې خواښی کيږی . نو په دی توګه د سړی په لاره کی روانه ښځه يی د زوی ښځه ده او ده ته انژور کيږی .

رمز – وانګ جانی ، زه به د نوموړی اوريدونکی پرځای تا ته شاباش ووايم چه پوښتنې ته دې درست ځواب وړاندی کړی .