![]( /mmsource/images/2005/04/16/musha.jpg)
د سين هوا أژانس د خبر لمخې د پاکستان جمهورريس مشرف د رواني مياشتې په شپاړسمه نيټه هند ته د غيررسمې سفر د حرکت نه مخکي د يوې وينا په ترڅ کي بلنه ورکړه چه ژر تر ژره دي د کشمير خلک د کشمير د مسئلې د حل په هکله د پاکستان او هند ترمنځ د ديالوګ په بهير کي ومنل شي ٠ هغه زياته کړه چه جمهورريس مشرف به د شپاړسمې نيټې د غرمې نه وروسته هند ته په خپل غيررسمي سفر پيل وکړي او د سفر په موده کي به د هند د صدراعظم سينګ په بلنه د دواړو هيوادونو ترمنځ د کرکيت مسابقه وګوري ٠ خو د دواړو خواوو د ترتيباتو لمخې مشرف به د سفر په وخت کي د صدراعظم سينګ په شمول د هغه هيواد د مشرانو سره خبرې وکړي چه د خبرو اترو محتويات به د کشمير په مسئلې پوري اړه ولري . علاوه پردې مشرف به هم د هندي کشمير له مشرانو سره هم کتنه وکړي .