<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-21 17:59:36    
د ٌ مان ٌ د قوم نيکمرغه سپين سری

cri

 

دا دچين بين المللی راډيو ده، ګرانو اوريدونکو، څو ورځې دمخه زمونږ د پښتو څانګې خبريال په بلنې سره د ٌ مان ٌ د قوم د سپين سری دای شو مين د زيږيدنې د دوه اتيايمې کاليزې د نماينځې په کورنی ميلمستيا کښی برخه واخيستله ، نو اوس به تاسی په دی باب يو راپور واوری چه عنوان يی دی د ٌ مان ٌ د قوم نيکمرغه سپين سری٠

د ٌ مان ٌ قوم يو لرغونی قوم دی او د چين له پنځه پنځوسو ملی اقليتونو څخه شميرل کيږی چه نفوس يی څه نا څه نهه مليونه اتيا لکه ديرش زره تنه دی٠ د چين د ٌ چينګ ٌ د سلسلې په موده کښی يعنی د ميلادی اوولسمې پيړۍ له څلورمې لسيزې څخه د شلمې پيړۍ تر پيل پوری دا قوم د چين واکمن قوم و او د دی سلسلې لس امپراطوران د ٌ مان ٌ له قوم څخه وو٠ سپين سری دای شو مين د ٌ چينګ ٌ د سلسلې د شاهی کورنۍ د يوه غړی له لمسيانو څخه شميرله کيږی٠

د دای شو مين د زيږيدنې د ورځې د نمانځنې ميلمستيا د چين د مرکز بيجينګ د تر ټولو اوږد او پراخ واټ ٌ چانګ ان ٌ په اړخ کښی د ٌ دا جی لی ٌ په نامه يوه رستوران کښی جوړه شوې وه٠ ٌ دا جی لی ٌ که په پښتو ترجمه شی، د ډيرې نيکمرغۍ معنی لری٠ د سپين سری دای شو مين مشر زوی د جام په پورته کولو سره وويل چه د ٌ مان ٌ د قوم خلک دا عادت لری چه يو بل ته ٌ د نيکمرغۍ په هيله ٌ وايی، نن مونږ د ٌ دا جی لی ٌ يعنی ٌ نيکمرغۍ ٌ په رستوران کښی د مور د زيږيدنې د دوه اتيايمې کاليزې نمانځنه کوو، نو هيله لرم چه محترمه مور می ډيره نيکمرغه وی او روغتيا او اوږد عمر ولری٠

د چين د زراعتی جنترۍ له مخی ، دای شو مين د ١٩٢٣ کال د دريمې مياشتې په اوومه ورځ د ٌ مان ٌ د قوم په يوه کور کی وزيږيدله، وايی چه د هغې بانی د ٌ چينګ ٌ د سلسلې د يوې شهزادګۍ خاوند ؤ٠ که څه هم د دای شو مين ويښتان سپين شويدی، خو صحت يی نسبتأ تکړه ښکاری ، د زيږيدنې د ورځې د نمانځنې په ميلمستيا کښی يی د اولادونو او لمسيانو د مبارکۍ له منلو نه وروسته په خوښۍ سره وويل چه زه ډيره خوشحاله يمه چه دوه اتيا کلنه شوې يمه، زما له اسلافو څخه د هيچا عمر له اوياوو کلونو څخه نه و اوښتی٠ يوازی د چين په غوره ټولنيز نظام کښی د ولسی حکومت په پاملرنه نننی نيکمرغه ژوند کولای شم، نو له دې څخه د زړه له کومی مننه کوم٠

سپين سری دای شو مين دوه زامن او دوه لورګانې لری، خو خاوند يی څلويښت کاله دمخه د ناروغۍ په اثر له دنيا څخه سترګې پټې کړيدی٠ په هغه وخت کښی پرته د دوی له مشر زوی څخه نور دری اولادونه لا هم زده کوونکی وو چه دوی پنځه واړه کله کله په ژوند کښی له ستونزو سره مخامخ وو٠ خو د چين د قومی پاليسی په رڼا کښی د ولسی حکومت په مرسته او پاملرنه د دای شو مين دوه لورګانې او کشر زوی يی په سالم ډول له منځنی ښوونځی څخه فارغ شوی ، په کار کښی يی ګډون کړی او د دوی ژوند هم ورځ په ورځ ښه شويدی٠ سپين سری دای شو مين او د دې څلور اولادونه د ٌ مان ٌ په قوم پوری اړه لری، خو مشره نږور او دوه زومان يی د چين له لومړی لوی قوم ٌ هان ٌ څخه دی او کشره نږور يی د ٌ هوی ٌ قوم مسلمانه ده٠ هغې وويل چه زمونږ هيواد زيات قومونه لرونکی هيواد دی او زما کور هم يو څو قومونه لرونکی کور دی او له نيکه مرغه زمونږ د کور ټول غړی په روغې او جوړې سره ګډ ژوند کوی، يو له بل سره پاملرنه کوی او يو د بل احترام کوی٠ زامن او نږورې، لورګانې او زومان ، لمسيان او لمسۍ ګانې می زما سره ډيره مينه لری او زما ډيره درناوی کوی٠ د يادونې وړ خبره دا ده چه ټول کورنی غړی له کشرې مسلمانې انږورې سره صميمی اړيکی لری او د هغې د مذهبی عقيدې او د ژوند د دودونو احترام کوی٠

سپين سری دای شو مين له متقاعد کيدو نه دمخه د بيجينګ تر ټولو لوی دولتی عمومی مغازې يوه کارکوونکې وه ٠ د تيرې پيړۍ په پنځمه لسيزه کښی د دې لويې مغازې د جوړيدو په وخت کښی د پلورونکو او کارکوونکو په حيث زيات شمير ځوانان او پيغلې وګمارل شوې ، که څه هم دای شو مين په هغه وخت کښی د درو ماشومانو مور وه، خو د ملی اقليتونو د ښځې په حيث نوموړی بيا هم د امتياز په اخيستلو سره ومنله شوه٠ د سپين سری مشرې لورې خبريال ته وويل چه اوس زما مور هره مياشت د بيجينک له عمومی مغازې څخه مستمری معاش اخلی او له اولادونو او لمسيانو سره يو ځای له کورنی نيکمرغۍ څخه برخورداره ده ٠ هغه کله نا کله زما په کور کښی اوسيږی او کله کله زما د کشرې خورې يا وروڼو په کورونوکښی ژوند کوی، هر کله چه هغه د چا کور ته ځی، تل د خوښۍ او نيکمرغۍ په حال کښی وی٠

دا دچين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو ، همدااوس مو يو راپور واوريده چه عنوان يی و د ٌ مان ٌ د قوم نيکمرغه سپين سری٠