رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونې قدرمنو اوريدونکو اسلام عليکم !
بيا هم زمونږ د ژوند يوه اونی تيره شوه او د همدی يوی اونی په تيريدو سره دا دی بيا هم ستاسو په خدمت کی يو . زه عنايت الله رمز او زما نوی همکاره چه لږ شيبه وروسته به پخپله حان معرفی کړی د دې خپرونې کوربه يو . خو د يادونې وړ لولم چه زما نوی همکاره د تير کال د جون د مياشتې په پای کی د چين د کومونيکشن د پوهنتون د خارجی ژبو د پوهنځی د پښتو څانګی څخه فارغه شويده او د فراغت نه وروسته يی د چين د بين المللې راډيو د پښتو خپرونې په څانګه کی په دندی پيل وکړ . په پښتو ژبه ښه پوهيږی او د ليکلو او ژباړلو سو به يی ډيره لوړه ده . ښه په دا وی چه پخپله خپل ځان معرفی کړی . مخکی له دې نه چه زما نوی همکاره تاسو ته خپل ځان دروپيژنې . د مونږ او اوريدونکی دخپرونې پخوانی نطاقه يعنی وانګ اين خه چه د خپل کار او دندی ډيره برخه يی د همدی خپرونې په جوړلو او وړاندی کولو سره تيره کړيده . د پښتو څانګی په نورو پروګرامونو کی بوختيا لری نو اوس تاسو خپل ځان پخپله اوريدونکو ته وپيژنی .
چين جونګ – ګرانو دوستانو ، زما نوم چين جونګ دی او زما پښتو نوم غوټی دی . زه د چين د شان دونګ ولايت چينګ داوڅخه يم . زما عمر ٢٣کلونه دي .زه ډير خوشحاله يم چه تاسو ته د لا ښه خدمت په لاره کی په مستقيم ډول پدی پروګرام کی برخه اخلم. زه به د راتلونکو کارونو د ښه والی د موندلی دپاره کوشش وکړم .
رمز – چين جونګ جانی : اوس خو به د مونږ او اوريدونکی د خپرونې ټول عزتمن اوريدونکی ستا له نوم سره اشنا يی پيدا کړی وی او هم به په راتلونکو
خپرونې کی هرومرو له ما سره د خپرونې په وړاندی کولو کی مرسته کوی او په ګډه به د اوريدونکو د خپرونې په وړاندی کولو کی برخه اخلو .
چين جونګ – زه له دې امله ډيره خوشحاله يم چه پښتنو خويندو او وروڼو ته د پښتو ژبی له لارې خدمت کوم او له خپلو ټولو اوريدونکو نه هيله کوم چه په دې لاره کی ما يوازی پری نژدی او د خپلو ښو نظريو او پشنيهادونو له لاری ما نوره هم و هڅوی تر څو په ښه شان سره پښتو ژبی او د چين او افغانستان د خلکو تر منځ د دوستی د ټينګيدو او هم د ټولو پښتنو وروڼو او خويندو دپاره د خدمت وړ وګرځم .
رمز – اوس به دا لومړی ليک راواخلو چه د کوم اوريدونکی دی او له کومه ځايه يی راليږلی دی .
چين جونګ – مهربانی وکړی .
رمز – دا ليک له کوهاټ څخه د اريانا پښتو ادبی تنظيم غړو هر يوه غزيز الرحمن ، محب الله الفت ، حيدرخان ، خالد خان ، سيداسلام ، سيدواحدالله او مبشر هاشمی راليږلی ، سلامونه يی ليکل بيا يی غوښتنه کړيده چه که چيری تاسو د چينی ژبی د لوست کوم کتاب ولری ، نو هرومرو يی ماته راوليږی .
چين جونګ – مونږ هم د اريانا پښتو ادبی تنظيم ټولو غړو ته سلامونه وايو او د چينی ژبی د لوست د کتاب په باره کی بايد ووايم چه تر اوسه پوری مونږ داسی کتاب چه تاسو ته يی دروليږو په لاس کی نلرو . که په راتلونکی کی مو کوم دا ډول کتاب تر لاسه کړ ، نو هرومرو به يی ستاسو په پته درواستوو .
رمز – دا بل ليک د صوبه سرحد کوهاټ ګمهکول دريم نمبر کمپ نه زمونږ دايمی اوريدونکی د اريوب د کلب مشر محمد اقبال بشردوست اريوبی راليږلی . د
ليک په پيل کی يی د خپل ځان او بيا يی د کلب د ټولو غړو له خوا مونږ ته ګيډی ګيډی سلامونه ويلی دی . اريوبی صاحب په خپل ليک کی په ټوليزه د سی ار ای د پښتو څانګی د ټولو پروګرامونو ستاينه کړيده او بيا يی په ځانګړی توګه د مونږ او اوريدونکی خپرونه ډيره خوندوره بللې ده .خو وايی چه وخت يی لږ دی ، که امکان ولری وخت يی نورهم زيات شی . دغه راز د خپل ليک په پای کی ليکی چه تاسو د اوريدونکو ټول ليک نه خپروی يو ازی لږ برخه يی هغه هم پته ، نوم او سلامونه يی خپروی چه بايد داسی ونشی .
چين جونګ – اريوبی صاحب او ملګرو ته يی مونږ هم ګيډی ګيډی سلامونه وايو او د خپرونو په هکله يی د ستاينو او ښه نظر څخه مننه کوو . خو د ټول ليک د خپرولو په هکله يی بايد ووايو چه تاسو پخپله هم ليکلی چه د خپرونې وخت لږ دی ، نو که چيری مونږ يوازی د يوه اوريدونکی ليک په پوره توګه خپور کړو ، نو داسی به وشی چه خپرونه يوازی د يوه اوريدونکی د ليک دخپرولو دپاره وخت ولری او نور اوريدونکی به په دی هيڅ خبر نشی چه ايا ليک يی مونږ ته رارسيدلی دی که نه ؟ نو له دې امله چه نور اوريدونکی هم خوابدی نشی ، نو د ليکونود مهمو برخو په خپرولو به هم ځان خوشحاله کړو او هم به اوريدونکی ستاسو د نورو ليکونو په تمه .
رمز – دا ليک د پاکستان د صوبه سرحد د مردان د بايی پاس روډ غز نوی کالونی څخه زمونږ محترم اوريدونکی او د سی ار ای دوست محمد عثمان مردانوی راليږلی او د چين د بين المللې راډيو او په ځانګړی توګه يی د پښتو څانګی د خپرونو د ودی او انکشاف له امله خوښی څرګنده کړيده او هم يی د نړيوالو راډيو ګانو سره سياله او پش ګامه بللی ده او هم يی د دی هيله کړيده چه په راتلونکی کی هم وده او انکشاف ومومی .
چين جونګ – مونږ هم محمد عثمان مردانوی صاحب ته سلامونه وايو او د نيک نظر او ستاينی څخه يی مننه کوو .
رمز – او د دې خپرونی دا وروستی ليک د صوبه سرحد مردان نه د صداقت د کلب مشر روحانی صداقت صاحب دی . صداقت صاحب د سلامونو نه وروسته پخپل ليک کی زياتوی چه د سی ار ای راډيو په لنډو څپو ښه نه اوريدل کيږی . دغه ستونزه د تخنيکی همکارانو سره مطرح کړی .
چين جونګ – روحانی صداقت صاحب ته مونږ هم سلامونه واړندی کوو او اوس زمونږ د پښتو څانګی خپرونې بدلی شويدی او ستاسو ليک زمونږ د راډيويی څپو د بدلون نه د مخه ليکل شوی دی ، ښايی اوس به مو ستونزه ليری شوی وی . ستاسو د نورو ليکونو په تمه .