د سين هوا اژانس د اپريل په څليرويشتمه نيټه خبر وړ کړ چه د رومانيی د ملی دفاعی وزارت مطبوعاتی څانګی د اپريل په څليرويشتمه نيټه ماښام اعلان وکړ چه په همدې ورځ کله چه د رومانيی قواوې په افغانستان کی د قنداهار په ولايت کی په امنيتی چارو بوختی وی، موتړ يی د يو چاودېدونکو موادو ولګيد او په نتيجه کی يو تن مړ او دوه تنه ټپيان شول، ټپيان شوی کسان امريکايی روغتون ته وليږدول شول٠
اوس د رومانيی پنځه سوه پنځوس پوځيان او سرتيری په افغانستان کی د امنيت ساتلو په دندی بوخت دی٠