<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-28 15:23:55    
په بيجينګ کی تر ټولو نه لوی اسلامی سوپرمارکيټ

cri

 

قدرمنو دوستانو پخوا مو څو څو ځله د چين د مرکز بيجينګ مشور جومات يعنی د نيو جيی په نامه جومات تاسو ته معرفی کړی و،د نيو جيی د سيمی د اوسيدونکو مسلمانانو د ژوندانه د اړتياوو د پوره کولو دپاره اوس په دی سيمه کی يو لوی اسلامی مارکيټ جوړ شوی دی چی په بيجينګ کی حتی په ټول چين کی ډير لوی مارکيټ دی .(......اواز......) نوموړی سوپرمارکيټ د نيو جيی په سيمه کی پروت دی چی په بيجينګ کی ګڼ شمير مسلمانان پکی اوسيږی ،همداشان په دی سيمه کی د چين د اسلامی ټولنی مقر او د نيو جيی په نامه جومات هم په دی سيمه کی پراته دی ،. اوس په دی سيمه کی د پخوانيو ټيټو او کوچنيو ودانيو په چای د مسلمانو اوسيدونکو دپاره نوی جوړ شوی هستوګنځی کتار په کتار ولاړ دی ،دغه راز په قير غيزيدلی لوی سړکونه د پخوانيو تنګو واټونو پر ځای هم جوړ شوی دی .اوس د نيو جيی چاپيريال ښه شوی دی او د خلکو د اوسيدنی شرائط هم تر لويی پيمانی پوری ښه شوی دی .

اوس د نيو جيی په سيمه کی د څه دپاسه شلو قومونو خلک اوسيږی چی له دی جملی څخه د خوی قوم مسلمانان زيات دی او شمير يی له لسو زرو تنو څخه هم اوښتی دی .د تيری پيړۍ د نپمی لسيزی نه راهيسی د بيجينګ د پخوانی ښار د اصلاخ د سرعت د چټکيدو له امله د پخوانی نيو جيی په سيمه کی اوسيدونکی نويو ودانيو ته انتقال شوی دی ،د پراخو مسلمانانو د ژوندانه د اړتياوو د رفع کولو او د قومی او ځانګړی سيمی د رامنځته کيدو دپاره په نيو جيی کی يو اسلامی سوپرمارکيټ جوړ شوی دی د نوموړی مارکيټ عمومی منيجر ښاغلی پينګ ګو دونګ وويل (......اواز.....)زمونږ مارکيټ د ٢٠٠٣ کال د جنوری په اوولسمه نيټه پرانستل شو او مقصد مو د دی سيمی د مسلمانو اوسيدونکو دپاره د ژوند د ورځنی اړتياووپوره کول دی ،زمونږ دمارکيټ شيان د داخلی مغولستان ،شان شی ،نينګ سيا ،سينجيانګ او ګان شو له سيمو څخه راوړل کيږی ،زمونږ مارکيټ په ډير ښه شان سره د دی سيمی د مسلمانانو اړتياوی رفع کړی نو ځکه مسلمان وروڼه او خويندی د دی مارکيټ څخه ډير خوښ دی .

په نوموړی مارکيټ کی د مسلمانانو دپاره راز راز خوراکونه او سامان الات پلورل کيږی .نوموړی مارکيټ دوه پوړونه لری چی يو پوړ يی تر ځمکی لاندی دی او مساحت يی دوو زرو اوو سوو مربع مترو ته رسيږی .په نوموړی مارکيټ کی د غوايی او پسه غوښی .سيزيجات ،شربت او نور عنعنوی ځانګړی خوند ور خوراکونه پلورل کيږی چی قسمونه يی څه دپاسه اوو زرو ته رسيږی .دغه راز په دی مارکيټ کی نه يوازی د چين له خوا توليد شوی شيان بلکی د عربی هيوادونو چينی خاص او ځانګړی توليدات هم ليدل کيږی .

د نيو جيی د مارکيټ د ښه خدمت له امله نوموړی مارکيټ نه يوازی د چين په دننه کی د مسلمانانو باور او ستاينه حاصله کړی بلکی يی د شل ګونو خارجی هيوادونو د سياحانو علاقه راپارولی ده ،هغوی هم د دی مارکيټ څخه سوداګری کوی او هم د سيل دپاره نوموړی مارکيټ ته ځی .

ښاغلی پينګ ګو دونګ د خپل مارکيټ د مرام د يادونی په بهير کی وويل (....اواز....)زمونږ مارکيټ په عمده توګه د مسلمانانو دپاره خدمت کوی مګر مونږ هم په تودو احساساتو سره د ټولو خلکو دپاره خدمت کوو .تر اوسه پوری په بيجينګ کی د پاکستان ،ايران ،ماليزيا ،عراق ،مصر او جنوبی افريقی په شمول نژدی د ديرشو هيوادونو د ارګانونو خارجی دوستان زمونږ مارکيټ ته راغلی او سوداګری يی کړی ده .

د نوموړی مارکيټ چټک انکشاف د حکومت د پاملرنی او ملاتړ سره ټنيګی اړيکی لری .دچين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټی رئس ښاغلی جيا چينګ لين د دوو ځلو دپاره د نيو جيی سيمی ته ورغلی و،ښاغلی پينګ ګو دونګ وويل (....اواز....) زمونږ د مارکيت د پرانستلو نه وروسته د ګوند او حکومت ډيره پاملرنه اړول شوی ده ،د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټی رئيس جياچينګ لين د ٢٠٠٣ کال او د ٢٠٠٥ کال په فبروری کی دوه ځله زمونږ اسلامی مارکيټ ته راغلی و،له دی څخه د ملی اقليت د خلکو دپاره د ګوند او حکومت پاملرنه وښودل شوه چی دی عمل د بيلا بيلو قومونو ترمنځ د يووالی او د روغی ټولنی د جوړيدو دپاره ډير ښه او مثبت رول لوبولی دی .

ګرانو دوستانو همدا اوس مو د چين د بيجينګ د نيو جيی په سيمه کی د يوه ستر اسلامی سوپرمارکيټ په باب معلومات تاسو ته وړاندی کړل .