<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-30 17:23:50    
مونږ او اوريدونکی

cri

رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونې محترمو اوريدونکو ! زه عنايت الله رمز او زه چين جونګ د سلامونو په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يو . هيله ده چه د خپرونې تر پايه له مونږ سره واوسی .

چين جونګ – رمز صاحب ، ليکونه ډير دی او ښه به دا وی چه د اوريدونکو د ليکونو په لوستلو پيل وکړو او دا لومړی ليک د چا دی .

رمز – دا ليک زمونږ د يوه نوی اوريدونکی دی چه د پاکستان د صوبه سرحد ضلع وتحصيل مانسهری څخه يی راليږلی دی . خپل نوم يی فضل الله ليکلی دی . زمونږ دغه ورور د سلامونه وروسته ليکی چه دا زما لومړنی ليک دی او هيله کوم چه را ته يی نشر کړی . بيا ليکی چه له ما سره ملګری دی : عبدالله ، امير جان ، محمد عارف او محبو ب الله او د خپل ليک په پای کی يی يو چستان يا معما هم راليږلی او هم يی تکراری لنډی هم ليکلی دی چه يوه لنډی يی داسی ده :

په باغ کی مه ګرځه مينه *** ګلان شرميږی مخ په پاڼو پټوينه

چين جونګ – محترم فضل الله ورور ته مونږ هم سلامونه وايو . دا دی ستاسو ليک مو خپور کړ . هيله ده چه په راتلونکی کی هم خپل ليکونه راوليږی .

رمز – دا ليک د صوبه سرحد کوهاټ څخه عبدالهادی راليږلی . لومړی يی سلامونه ليکلی او بيا يی زياته کړيده چه مونږ ستاسو ټول پروګرامونه په شوق او ذوق سره اوروو او که چيری د چينی ژبی د لوست کتاب لری ، نو ما ته يی راواستوی .

چين جونګ – مونږ محترم اوريدونکی عبدالهادی ته سلامونه وړاندی کوو او د چينی ژبی د لوست د کتاب په هکله بايد ووايو چه لا تر اوسه پوری د کتاب په

بڼه کوم کتاب نلرو ، يوازی تاسو کولای شی چه د انتر نيټ له لاری زمونږ د چينې ژبی لوست تر لاسه کړی . خوشحاله اوسی .

رمز – د پاکستان د شمالی وزيرستان د ميرانشاه څخه د لاس او ګريوان د کلب مشر سيد فريدالله خان دوه ليکونه مونږ ته رارسيدلی او پخپلو ليکونو کی يی ګټوری مشوری او وړانديزونه هم ليکلی دی . نوموړی پخپل ليک کی زياتوی چه څه نا څه يو نيم کال کيږی د لاس او ګريوان په نوم مو کلب جوړکړی او غواړو چه په راتلونکی کی هم له تاسو سره قلمې اړيکی وساتو .

چين جونګ – د محترم ورور سيد فريدالله خان د ليکونو څخه مننه کوو او زمونږ سلامونه هم ومنی . هيله ده چه په راتلونکی کی هم خپل ليکونه راواستوی .

رمز – دا دوه ليکونه د صوبه سرحد کوهاټ کهمکول دريم نمبر کمپ نه زمونږ دايمی اوريدونکی محمد اقبال بشر دوست اريوبی صاحب راليږلی او د سلامونونه ورورسته يی په يوه ليکلی چه په تير ژمی کی په افغانستان کی د ډيری سړی هواُ او د واورو له امله د هيواد په ګوټ ګوټ کی ستونزی رامنځته شوی او کله چه هواُ توده شوه ، نو د سيلاونو د راوتلو خطر هم ور باندی زيات شو .لا زمه ده چه د افغانستان چارواکی د نوموړو ستونزو له امله د خلکو سره زياتی مرستی وکړی او خپل ډير پام مصيبت ځپلو سيمو ته واړوی او د راپيدا شويو تاوانونو مخه ونيسی او د ليک په پای کی يی د کتابونو ، مجلو او نورو مطبوعاتو غوښتنه کړيده . دوهم ليک يی چه د ليکلو نيټه يی ان د تير کال ده د ښه نظريو ، نيکو هيلو او پوښتنو نه ډک دی .

چين جونګ – محترم محمد اقبال بشر دوست اريوبی ته مونږ هم ډير ډير سلامونه وړاندی کوو . مونږ باور لرو چه د افغانستان حکومت د خپلو خلکو د

ستونزو د ليری کولو په لاره کی هلی ځلی کوی او دا دی ستاسو وړانديز مو هم خپور کړ ، چارو اکی به هرومرو دی ټکی ته خپل پام اړوی . مطبوعات او نوری خپرونی به په راتلونکی کی ستاسو په پته درواستوو او د دوهم ليک د پوښتنو په هکله مو بايد ووايو چه د نوی چين د جوړيدو په باره کی مو په تيرو خپرونو کی پوره معلومات وړاندی کړيدی .خوشحاله اوسی .

رمز – وايی :

کاغزه جيټ غوندی پرواز کړه *** په چين راډيو باندی بمبار کړه سلامونه

کاغزه څومره بجتوريی *** زما ملګرو سره به وکړی ديدنونه

کاغزه لار شه په هواُ شه *** په چين راډيو باندی وايه سلامونه

چين جونګ – رمز صاحب د اوريدونکو ليکونه لولی که لنډی وايی .

رمز – چين جونګ جانی ، دا لنډی زما نه دی . دا لنډی د افغانستان د خوست ولايت د علی شيرو څخه د حضرت عثمان بن عفان د ليسی ښوونکی محترمې خور ياسمين بی بی پخپل ليک کی رااستولی او مونږ ته يی په لنډيو کی سلامونه ويلی دی . ياسمين بی بی خور وروسته له سلامونو نه ليکی چه دلته په خوست کی د چين د بين المللې راډيو پښتو خپرونه ښه او صفا اوريدله کيږی او بيا زياتوی چه پخواُ زمونږ د کلب د غړو شمير ٣٤ تنو نجونو ته رسيده او اوس يی شمير ٤١ تنو نجونو ته رسيدلی دی . مونږ د چين حکومت او خلکو سره زياته مينه او علاقه لرو ، ځکه د چين خلک او حکومت د افغانستان له خلکو سره نه هيريدو کی مرستی کړی او کوی د خپل ليک په پای کی يی د چينی سندرو د کسټونو او نورو خپرونو غوښتنه کړيده .

چين جونګ – ياسمين بی بی خور او د کلب ټولو غړو ته يی مونږ هم ګيډی ګيډی سلامونه وايو . د ښکلی ليک او ښو هيلو نه مو ډيره مننه کوو . مونږ به کوشش وکړو چه په راتلونکی کی ستاسو په پته د ليک پاکټونه او نوری خپرونی واستوو . نيکمرغه اوسی .

رمز – دا ليک په انګليسی ژبه ليکل شوی او د هندوستان د کارناتاکا څخه زمونږ نوی اوريدونکی محمد الياس – ار – بلاری راليږلی دی . زمونږ دغه ورور د سالمووړانديزونو د وړاندی کولو نه وروسته ليکی چه مونږ د اوريدونکو يوکلب لرو او زمونږ د کلب د غړو شمير لس تنه دی . زمونږ هيله دا ده چه د سی – ار – ای راډيو د پښتو خپرونې پروګرام پاڼه او همداشان مجلې او نورې مطبوعات زمونږ د کلب په پته راواستوی . مونږ غواړو چه ستاسو سره قلمې اړيکی وساتو.

وانګ – د هندستان څخه ښاغلی محمد الياس – ار –بلاری ته مونږ هم سلامونه وړاندی کوو .مونږ ډير خوشحاله شولو چه په هندوستان کی هم زمونږ راډيو اوريدل کيږی او مونږ به هڅه وکړو چه ستاسو په پته ځينې مجلې او نور خپرونې درواستوو خوشحاله اوسی .

.