<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-30 17:31:17    
د اوريدونکو غږ

cri

د اريانا پښتو ادبی تنظيم د مشر سيدوارث حنيفی ليک :

د چين د بين المللې راډيو ټولو کارکوونکو وانګ اين خه ، جانګ جاو ، عنايت الله رمز ، وی وی او ټولو نورو ته د زړه له کومی سلامونه او نيکی پيزرو نی وړاندی کوم .

صحت او خوشحالې مو د لوی کريم خدای نه د هميش دپاره غواړم مونږ هم د دې ليک تر ليکلو پوری د خپل صحت ډاډ در کوو .پروګرامونه مو هميشه اورو ، د چينې ژبی لوست ، رنګارنګ ګلونه ، يکشنبه مو نيکمرغه ، د روغتيا دپاره ، ښځی او ټولنه او مونږ او اوريدونکی ، ډير په شوق او ذوق سره اورو . د انټرنيټ پاڼه مو هم په ورځ کی يووار ضرور ګورو په انټرنيټ پاڼه کی مو د (( ډولۍ )) او د (( بېجينګ شاهی ماڼې )) انځورونه ډير په زړه پوری دی . ستاسی د دغه خدمت نه مونږ او ټول پښتانه ډير مشکور او ممنون يو .

د پاکستان د صوبه سرحد ضلع هزاره تحصيل مانسهره حاجی اباد اچهړيای کمپ د زيړګل زړه سواند ليک :

د سی ار ای د راډيو محترمو کارکوونکو ته د زړه له کومی ګيډی ګيډی سلامونه وړاندی کوم . ما سره ملګری دی محمد عارف عرفان ، قاری انځرګل مسافر

، قاری نوروز عاشوق جمع الدين فريادی ، عبدالغياث همراز ، عبدالمنان حقيار ، جنت ګل قاری عطاؤ الله پرديسی ، عطاؤ الرحمن سهاک ، قاری محمد داود، قاری فاروق او د ملايانو د کلی نور ټول ملګری سلامونه وايوو . هيله کوم چه زما په پته پښتو مطبوعات او تاريخ پاڼې راوليږی .

زنکدن کبنی

زنګدن چه د چا شی واوره بيان *** په تير عمر پسی ډير کوی ارمان

زړه کی وايی خدايادومره موقع راکه *** چه خپل مال کړمه له تاځنی قربان

ما ګټلی دنيا پاتی شو له بل ته *** نه می ستا په نامه ورکړه نه د ځان

دی په دی سوداکبنې وی چه روح اوځی *** ګير چاپيره ورته کينی وارثان

چه څوک مړه شی بيا اختياريی د ژوند وشی *** په مزه مزه يی او ويشی سامان

داسی مال دې او خوری سرعبدالوهابه *** چه په سخته پکارنشی د انسان

د پاکستان د صوبه سرحد ضلع د هجرت الله افريادی صاحب ليک

زه د چين د بين المللې راډيو ټولو کارکوونکو ته د سينی ډک ډک سلامونه او غنچی غنچی ګلونه وړاندی کوم . زه د النصر د عالی ليسی د يوولسم ټولګی زده کوونکی يم . نه د سيدالرحمن بهير يعنی د (باختر کلب ) معاون يم ، چون مخکی می ستاسو د راډيو د اوريدلو سره مينه نه وه ، نو چه کله می د سيدالرحمن سره يوګرام په ګډه واوريده . نو ما تری پوښتنه وکړه ده وويل چه دا د چين د بين المللې راډيو پروګرامونه دی . خدای شته چی ډير می خوښ شول او ډير خوشحاله شوم چه په چين کی د پښتو پروګرامونه شته او دا پروګرامونه می ډير خوښ دی او دا ډير د فخر خبره

ده چه په ولس چين کی د پښتو ښکلی پروګرامونه شته او په ډير ادبيانه او اخلاص مندی سره د چين د پښتو ژبی پروګرامونه سرته رسيږی .

زه به ستاسو سره هر وخت په تماس کی يم او خدای دی وکړی چه تاسی هم زمونږ سره په تماس کی پاتی شی او زه به ډير خوشحاله يم چه دا پروګرام تر اخره پوری همدا شان ښه روان وی . اوس می سيدالرحمن بهير نه د خط څو پاکټونه واخستل او تاسو ته می په ډيره خوشحالی دا خط دروليږه . خدای دی وکړی تاسو زما د خط په ليدو سره خوښ شی. زه ستاسو د راډيو اوريدونکی يم او په پوره شوق او ذوق سره د چين د بين المللې راډيو پښتو خپرونه اورم .