د سين هوا اژانس د خبر له مخی د می په دوهمه نيټه سهار د افغانستان په شمال کی د وسلو او نظامی لوازمو په يوه ګدامخانه کی د بم يوه چاودنه وشوه او په نتيجه کی شپږ ويشت تنه مړه او څه دپاسه پنځوس تنه ټپيان شويدي.
د خبر له مخی د بم نوموړی چاودنه د يوه داسی ليری کلی په يوه ګدامخانه کی پېښه وشوه چی د افغانستان دپلازمېنې کابل له شمال څخه په يو سلو شلو کيلومترو کی پروت دی. نوموړی ګدامخانه د يوه محلی وسله وال سازمان په مشر محمد جلال پوری اړه لری. په دغه چاودنه کی د جلال د کورنۍ اوه تنه غړي مړه، شپږ کورونه او يو جومات ويجاړ شويدي