د سين هوا اژانس د خبر له مخی په افغانستان کی امريکايی فوځ د می په ٤ نيټه وويل چه په دريمه نيټه د افغانستان د زابل په ولايت کی امريکايی فوځيان او د افغانستان نظامی پوليسان د وسله والو عناصرو له بريد سره مخامخ شول او د دواړو خواؤ په نښته کی يو تن افغان پوليس او شل تنه وسله وال عناصر ووژل ، نور شپږ تنه امريکايی فوځيان ، پنځه تنه پوليسان او يو وسله وال عنصر ټپيان شوی دی . دغه راز نور شپږ وسله وال عناصر هم نيول شوی دي .