<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-07 20:14:05    
مونږ او اوريدونکی

cri
رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونی محترمو اوريدونکو اسلام عليکم !
زه عنايت الله رمز او زما همکاره چين جونګ ستاسو د خوښی او خوشحالی په هيله دا دی نن بيا ستاسو په خدمت کی يو . هيله من يو چه د خپرونې تر پايه پوری له مونږ سره پاتی شی .
چين جونګ – مخکی له دی نه چه د اوريدونکو د ليکونو په لوستلو پيل وکړو . د خپلو محترمو اوريدونکو څخه په ډير درنښت غواړو چه هر کله چه مونږ ته ليکونه رااستوی . په راليږل شوی ليک کی خپل نوم او پته په ډيره واضحه توګه وليکی ، تر څو مونږ ته د لوستلو او هم د اوريدونکو ليکونو ته د ځوابونو د استولو په وخت له ستونزو سره مخا مخ نه شو او هم خدای مه کړه چه د اوريدونکو ادرس يا پته غلطه نشی .
رمز – د پاکستان د ضلع بنون ميرعلی نه د ګل چين د کلب صدر سيدمنان ارمانی پخپل ليک د سلامونو نه وروسته ليکی چه زمونږ د کلب د غړو شمير ٧٤ تنو ته رسيدلی او ستاسو خپرونې په شوق او ذوق سره اورو او د سی ار ای خپرونې دلته صفا اوريدل کيږی . زمونږ ستاسو ټول پروګرامونه او په ځانګړی توګه د چين دودونه او رواجونه ، د لويديځ چين پيژندنه ، چين د مليتونو کور ، چين د ترقی په لور ، د ماشومانو نړی او د چينی ژبی لوست مو ډير خوښ دی .ارمانی صاحب بيا هم زياتوی چه مجلی او نور مطبوعات ضرور مونږ ته راوليږی .
چين جونګ – د ګلچين د کلب د مشر سيدمنان ارمانی صاحب او د دوی د کلب ټولو غړو ته سلامونه وړاندی کوو . زمونږ د خپرونې څخه ستاسو د ستاينې او هم
دخپرونې د لا ښه والی په هکله مو د نظريو او پشنهادونو څخه مننه کوو . هر هغه مطبوعات چه په لاس کی يی لرو . هرومرو به يی ستاسو په پته درواستوو . خوشحاله اوسی .
رمز – د پاکستان صوبه بلو چستان د مسلم باغ څخه د سلمان خيل د کلب مشر نياز خان سلمان خيل او د نوموړی کلب مرستيال شيرخان سلمان خيل په خپل راليږل شوی ليک کی مونږ ته ګيډی ګيډی سلامونه ليکلی او زمونږ د تيری راډيو سيالی په هکله يی ليکلی چه مونږ په يوی پوښتنی پوه شوی نه يو او په پاڼه کی نشته .
چين جونګ -- د سلمان خيل د کلب مشر محترم نياز خان سلمان خيل او مرستيال يی محترم شير خان سلمان خيل ته مونږ هم سلامونه وړاندی کوو . بايد ووايو چه زمونږ د تيری راډيويی سيالی نتيجی پخوا اعلان شوی او د سيالی ګټونکی هم معرفی شويدی . مونږ د نوموړی سيالی ټولی پوښتنی په هماغه خپل وخت کی څو څو ځله د راډيو له لاری خپری کړی او هم مو د اوريدونکو په پته په ليکلی توګه واستولی چه ډيرو اوريدونکو په نوموړی سيالی کی برخه واخيستله او نتيجه يی هم اعلان شوه . په دی توګه زمونږ نوموړی سيالی اوس پايته رسيدلی ده . تاسو کولای شی چه په راتلونکو سياليو کی ګډون وکړی . ستاسو د ليکونو په تمه .
رمز – دا ليک د پاکستان د صوبه سرحد مانسهره نه ښاغلی عبدالله اندوی راليږلی د سلامونو نه وروسته ليکی چه ما سره ملګری دی محمد عارف عرفان ، قاری نجيب الله احسان الله احسان او داسی نور ، بيا زمونږ دغه ورور پخپل ليک کی زياتوی چه زما يو دوست په ايران کی دی او هغه ما ته ويلی ؤ چه سی ار ای ته ليکونه
ليږه او زه هره ورځ د سی ار ای راډيو پښتو خپرونه په ايران کی اورم .
چين جونګ – اندوی صاحب پخپل ليک کی يو شعر هم ليکلی دی .
رمز – هو ! چين جونګ جانی ، د اندوی صاحب شعر به هم ولولم چه دوست يی په ايران کی خوشحاله شی . د اندوی صاحب د شعر عنوان دی .خيرده خيرده . وايی :
ته جفا کړه زه وفا کړم خيرده خيرده *** که غمو دی نابينا کړم خيرده خيرده
زه دی مينی ته رابولم ته کينه کړی *** خپلی مينی که رسواکړم خيرده خيرده
بی له تامی اشنا صبر د زړه نشی *** خير که تا زه بی له تا کړم خيرده خيرده
دا به څوګ وی چه خپل زړه له ځانه بيل کړی *** دا که زه دی نن جدا کړم خيرده خيرده
خپل اخلاص می افسانه په زما نه کړم *** که تا خندا د دی دنيا کړم خيرده خيرده
خپل مغرور او کبرجن حسن ته وايه *** که يی ځان سره همدا کړم خيرده خيرده
چين جونګ – د اندوی صاحب شعر خو ډير ښکلی ؤ .هرومرو به يی خپل شعر اوريدلی وی او هم به يی ملګری چه په ايران کی دی هم ډير خوشحاله شوی وی ، د دوی د نورو ليکونو په تمه .
رمز – دا بل ليک هم د پاکستان د صوبه سرحد ضلع وتحصيل مانسهره نه امان الله امان راليږلی ، وروسته له سلامونو نه يی خپل ملګری معرفی کړی دی چه د عبدالله اندوی په ليک کی هم معرفی شوی ؤ . د تکرار څخه به يی صرفه نظر وکړو ، خو امان الله امان پخپل ليک کی د عبدالله مقری د سندری غوښتنه کړيده .
چين جونګ – امان الله امان ته مونږ هم سلامونه وايو . که د خپرونی په پای کی وخت پاتی شو ، نو د عبدالله مقری سندره به هم خپره کړو . خوشحاله اوسی .
رمز – او د خپرونی دا وروستی ليک بيا هم د پاکستان د صوبه سرحد ضلع
وتحصيل مانسهری نه زمونږ دايمی اوريدونکی قاری محراب الدين بريشان راليږلی او خپل سلامونه يی په دی خوږو الفاظو راليږلی دی . د سی ار ای د راډيو کارکوونکو ته د هندو کش د غرونو په شان جګ ،د شاتو په شان خواږه ، د عطرو په شان خوشبويه ، د ځنګلونو په شان بی شميره او د چمنونو په شان شنه د زړه له کومی سلامونه وړاندی کوو او وروسته له سلامونونه خپل پخوانی
ملګرو لکه محمد عارف عرفان ، خان محمد حاکسار ، عبدالغياث همراز ، قاری رانچرګل مسافر ، جمع الدين فريادی ، زيړګل زړه سوانداو قاری نوروزعاشق معرفی کوی او د ليک په پای کی يی د شعر تر څنګ يوه ټوکه د خوب نه راځی تر سر ليک لاندی ليکلی ده . وايی يو ناروغ له ډاکتر څخه پوښتنه وکړه :
کله چه ويده شم نو خوب نه راځی ، چه ډوډی وخورم وږی کيږم نه ، او به چه وڅکم تږی نه کيږم ، نو له دی امله له ډير مشکل سره مخا مخ يم . زما دپاره يوه نسخه وليکه : ډاکټر ورته په ځواب کی داسی نستخه وليکله :
هوږه ، مالګه ، مرچک او اوبه سره ګډی کړه او بيا يی د شپی له ويدو کيدو وروسته او سهار له پاڅيدو د مخه يی نوش جان کړه ، انشاه الله ډير ژر به روغ او جوړ شی .
چين جونګ – قاری صاحب محراب الدين پريشان او ملګرو ته يی مونږ هم ګيډی ګيډی سلامونه وړاندی کوو . د دوامدرو او په زړه پوری ليکونو څخه يی مننه کوو . هيله ده چه د تل په شان خپل ليکونه راواستوی .