<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-07 20:18:43    
د اوريدونکو غږ

cri
د پاکستان د کوهاټ صوبه سرحد څخه د عبدالهادی صاحب ليک :
د چين د بين المللې راډيوټولو کارکوونکو ته سلام وړاندی کوم . مونږ ستاسو ټول پروګرامونه په ډير شوق او ذوق سره اورو . زما د چينې ژبی لوست ډير خوښ دی ، که چيری کوم کتاب يی لری ، نو مونږ ته يی راوليږی اوکه امکان ولری د نوی کال يوه جنتری راوليږی . له مونږ سره به مو ډيره مهربانی وی او که د چين د راډيو د ودانی او د کارکوونکو عکسونه وی هم يی مونږ ته راوليږی .
د پاکستان د صوبه سرحد څخه د فقل الله صاحب ليک :
اسلام عليکم ! د چين د بين المللې راډيو ګرانو کارکوونکی زما سلامونه ومنی . زه ستاسو د مونږ او اوريدونکی پروګرام په ډير منه اورم او دغه خط زما لومړی خط دی چه زه يی تاسو ته ليکم ، خو بيا هم دا زما خط نشرګړی .
له ما سره ملګری دی هر يو عبدالله ، اميرجان او محمد عارف ، محبو ب الله او په خپله زما نوم فضل الله دی .
پوښتنه
يوه ده ونه څلور منډان لری ، په هرمنډه کی د ری دری ګلان لری ، ديرش ښکلی پاڼې د هر يو ګل دی ، هره پاڼه دوه رنګ او سازوسامان لری ، يوه خوا سپينه بله خوا توره، راته ووايه چه څه عنوان لری ؟
لنډی
په باغ کی مه ګرځه مينه *** ګلان شرميږی مخ په پاڼو پټوينه
د پاکستان د صوبه سرحد د کوهاټ ګهمکول ٣ م نمبر کمپ د اريوب کلب د
مشر محمد اقبال بشر دوست اريوبی دوه ليکونه :
ډيرو محترمو دلته په کوهاټ کی ستاسی د خپرونې مينوال ورځ په ورځ زياټيږی او ستاسی خپرونه په شوق سره اورو او په راتلونکو ورځو کی به نور نوی کلبونه جوړشی او تاسی سره به خپلې قلمی رابطی ساتی او په زړه پوری ليکونه به درليږی چه دغه زمونږ د اريوب کلب د کوښښ او زيارنتيجه دی مونږ غواړو چه ستاسی دلته ډيره مينوال پيدا شی او ستاسی خپرونه لا زياته تر قی وکړی ډيرو قدرمنو تاسی هغه ليکونه چه نوی اوريدونکی يی درليږی ډيرپه شوق او مينه يی نشر ته سپاری چه د اوريدونکو مينه نوره هم زياته شی .
يوه بله مهمه خبره چه ستاسی پام ورته راګرځوم . هغه دا ده چه د نوی چين د جوړيدو ٥٥می کاليزی په وياړ د راډيويی مسابقی او له پوښتنه چه تاسی يی د راډيو له لارې نشر وی په دې ډول ده چه په تيرو شلو کالو کی د چين حکومت څومره وکړی د بی وزلی نه ژغورلی دی او مونږ ته په راليږل شوو پاڼو کی په دې ډول دی . په ٢٠٠٣ کال د چين د داخلی توليداتو عمومی ارزښت په نړی کی څووم مقام نيولی دی ؟ په دې هکله مونږ ته پوره ځواب راکړی ستاسی څخه ډيره ډيره مننه په خپل کار کی درته برياليتوب غواړو .
دوهم ليک :
سږ کال په ژمی کی په افغانستان کی سخته واوره او باران ووريدل . دغو واورو او بارانو نو ډير زيات ځانی او مالی زيانونه واړول . ډير کورونه واورو لاندی کړل او په سونه انسانان د واورو او د يحنی څخه مړه شول او ځينو خلکو خو خپل کورونه هم پرښودل او هجرت کولو ته مجبور شول متاسفانه چه د افغانستان حکومت څه خاص
ګام پور ته نکړو او د يادوړ مرسته او کومک يی ورسره هم ونکړو چه دغه د افغانستان حکومت ستره بی پروايی ده . د افغانستان حکومت په داسی سختی مشرائيطو کی د خپلو بی وزلو افغانانو ورونو کومک ته ونه دانګل نو بيا به دغه حکومت د خپلو افغانانو سره څه همدردی وکړی په همدغو شپو ورځو کی په پاکستان هم سخت واوری بارانونه او سيلابونه راغلل چه ډير زيات ځانی او مالی زيانونه يی واړول ، خو د پاکستان حکومت د خپلو پاکستانی ورونو سره اوږه په اوږه ولاړوو او خپلو ورونوسره يی هر رنګه مرسته وکړه او د پاکستان جمهوررئيس ښاغلی پرويزمشرف د سيلاب ځپلو علاقو دوره هم وکړه او د هر قسم کومک اعلان يی ورته وکړو . مونږ د افغانستان حکومت څخه غوښتنه کوو چه په افغانستان کی اوس کوم سيلابونه راغلی دی ؟ ډير زيات نقصانونه يی اړاولی دی ، دغو خلکو سره فوری طورباندی د کومک غږ پورته کړی . مونږ د چين د بين المللې راډيو کارکوونکو څخه هيله کوو چه زمونږ دغه ليک په مکمله توګه خپور کړی . ډيرو قدرمنو مونږ ته علمی ساينسی او معلوماتی کتابونه راوليږی که هغه په پښتو يا فارسی اردو او يا په انګريزی وی يی راوليږی . ډير مننه .