د سين هوااژانس د خبر له مخی : په افغانستان کی د امريکی ميشته فوځ د می په نهمه نيټه وويل چه د می په اتمه نيټه د افغانستان په ختيځ کی د امريکی فوځ او طالبان تر منځ په جګړی کی د طالبانو ٢٣ تنه وژل شوی او د امريکی دوه عسکر هم مړه شويدی ٠
نوموړی جګړه د افغانستان په ختيځ کی د الغمان په ولايت کی پيښه شوه او د امريکی د فوځ د ګزمی ډله د طالبانو د فعاليت د خبر د تر لاسه کولو نه وروسته له دوی سره جګړه وکړه چه پنځو ساعته ئی دوام درلود او په نتيجه کی لږ تر لږه د طالبان ٢٣ تنه وسله والو عناصر مړه شول ٠