د سينهوااژانس د خبر له مخې د افغانستان د کورنيو چارو وزير علي احمد جلالي د مې په لسمه نيټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل د افغانستان حکومت به د هيواد په دننه کې دغيرقانوني وسله والو قواوو د له منځه وړلو سرعت چټک کړي ٠ هغه وويل د ٢٠٠٣ کال د اکتوبر نه راهيسي د ملګرو ملتو په ملاتړ د افغانستان د غيرقانوني وسله والو کسانو د بې وسلې کولو د اقداماتو په لومړي پړاو کې څه دپاسه پنځوس زره تنه کسان پخپله وسلې حکومت ته تسليم کړې دي ، د غيرقانوني وسله والو قواوو د ژر ترژره له منځه وړلو دپاره حکومت به د نوموړو اقداماتو په دوهم پړاو پيل وکړي ٠ ښاغلي جلالي وويل دوهم پړاو د لومړي پړاوسره فرق لري ، په دوهم پړاو کې به حکومت د هر امکاني ﻻرو چارو په واسطه غيرقانوني وسله والې قواوې بې وسلې کړي ٠
|