د سينهوااژانس د خبر له مخې د افغانستان د جلالاباد په ښار کې د مې په يولسمه نيټه سخت شورماشور رامنځته شوی او تراوسه پورې لږ ترلږه پنځوس تنه پکې مړه او ټپيان شوي دي ٠ د ليدونکو په قول په همدې ورځ سهار څو زرو تنو محلي خلکو له دې امله چې امريکايي پوځيانو د ګوانتانامو په بنديخانه کې قران شريف ته په سپکه سترګه وکتله د امريکايي پوځيانو د نوموړو ناوړه کړو وړو د احتجاج دپاره مظاهره وکړه ، مظاهره کوونکو د پوليسو او پوځيانو سره شخړه وکړه ، د خبر له مخې په نوموړي شخړه کې لږ ترلږه دوه تنه مړه او نور ٤٨ تنه ژوبل شول ٠
|