د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د ناتو بلاک د سازمان سرمنشي جاپ دي هوپ شيفر د مې په يولسمه نيټه وويل ناتو بلاک به په مداومه توګه په افغانستان کې د سوله ساتي اقداماتو ساحه پراخه کړي د ناتو بلاک فيصله کوونکي ارګان يعني د نوموړي سازمان شورا په همدې ورځ د ناتو بلاک د هغو غيرغړو هيوادونو د استازو غونډه جوړه کړه چې په افغانستان کې د سولې ساتي دنده په غاړه لري ، په نوموړي غونډه کې د افغانستان پر اوضاعو باندې بحث وشو ، جاپ دي هوپ شيفر په نوموړي غونډه کې وويل ناتو بلاک اوس په افغانستان کې د خپلو سوله ساتونکو عملياتو ساحه د افغانستان لويديځو سيمو ته پراخوي ٠
|