<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-12 15:51:49    
په کابل کښی د امريکې په ضد مظاهره وشوه

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د می په ١٢ نيټه د افغانستان په مرکز کابل کښی د امريکې په ضد مظاهره وشوه چه څه نا څه زرو تنو زده کوونکو په لوړ اواز د امريکې په ضد نارې ووهلې او د امريکايی عسکرو پر هغو کړووړو باندی يی سخت پروتست څرګند کړ کوم چه دوی د قران کريم سپکاوی کړيدی او د افغانستان پروتست کوونکی يی ووژل٠

يوه کتونکی وويل چه د همدې ورځې سهار د کابل پوهنتون څه نا څه دری سوه تنه محصلين د خپل پوهنتون د دروازې په وړاندی راغونډ شول او په مظاهرې يی پيل وکړ٠ ورپسی د نورو پوهنځيو او ښوونځيو زده کوونکو هم په پر له پسی توګه د مظاهره کوونکو په صف کښی برخه واخيستله٠

د خبر له مخی، د قرام کريم سپکاوی  کول د امريکايی عسکرو لخوا د ګوانتانامو په بنديخانه کښی مسلمانو بنديانو ته د سزا ورکولو له وسائلو څخه شميرل کيږی٠

د می له لسمې نيټې څخه د افغانستان زده کوونکو او خلکو د هيواد په بيلا بيلو ځايونو کښی د پروتست غږونه پورته کړيدی، خو د افغانستان حکومت تر اوسه پوری د امريکايی عسکرو د نوموړو کړووړو په باب هيڅ رويه نده څرګنده کړی ٠