<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-12 16:40:42    
د چين د تاتار د قوم په باب معلومات او د دوی دودونه

cri

د تاتار قوم د چين له لسو مسلمانو قومونو څخ١ه شميرل کيږی چه نفوس يی څه نا څه پنځه زره تنه دی ٠ دوی په عمده توګه د چين د شمال لويديځ د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختارې سيمې په اينين، تاچن، وروموچی او چانګ جی کښی له ويغوريانو او قزاقيانو سره يو ځای اوسيږی، تاتاران خپله قومی ژبه لری او له ويغوری او قزاقی ژبو او ليک دودونو څخه هم استفاده کوی٠ له اوږدې مودې راهيسی ، زيات شمير تاتاران په سوداګرۍ بوخت دی او لږ شمير يی مالداران، بزګران او لاسی صنعت ګران دی٠

د چين د شينجيانګ د تاتارانو اسلاف د نولسمې پيړۍ له دوهمې لسيزې څخه تر دريمې لسيزې پوری د روسيې له ځينو ځايونو څخه په کډه راغلی وو٠ څرنګه چه په هغه وخت کښی تزاری روسيې د چين شينجيانګ ته توسعه وموندله او د چين د ٌ چينګ ٌ امپراطورۍ حکومت يی دی ته اړ کړ چه ورسره تجارتی مقررات او د ايلی تړون لاسليک کړی، نو په نتيجه کښی زيات شمير روسی سوداګران چه پکښی يو شمير تاتاری تاجران ، ملايان او استاذان شامل وو ، شينجيانګ ته راغلل او ورپسی په دائمی توګه په شينجيانګ کښی پاتی شول او نسلونه يی پيدا کړل٠ نو په دی وجه د چين د تاتار قوم رامنځ ته شو ٠ اوس د دی قوم ټول خلک د اسلام پر مبارک دين باندی عقيده لری او د نورو مسلمانانو په شان د لوی او کوچنی اخترونو او نوروز د تيرولو ترڅنګ خپل ځانګړی قومی اختر هم لری، مثلأ د سابان اختر ٠ ٌ سابان ٌ قلبه ده ، د دې الې د رامنځ ته کيدو په اثر د کلنګ په وسيله د مځکې د يوې کولو تاريخ ختم شو ٠ نو ځکه د سابان اختر د تاتارانو د اسلافو لخوا د نوی زراعتی الې يعنی د قلبې د اختراع کيدو د يادونې دپاره ټاکل شويدی٠ هر کال د جون له شلمې نيټې نه تر ٢٥ نيټې پوری د تاتارانو په هغه ځای کښی چه منظره يی ډيره ښکلی وی، د دی اختر د نمانځنې درانه مراسم ترسره کيږی، د اختر په ورځو کښی دوی قومی لباسونه اغونډی، په تيره بيا تاتاری ښځې ډول ډول سينګارونه په سر کوی او زيورونه تړی، زيات خوندور خوراکونه او موسيقی الات له ځان سره وړی چه ډول ډول هنری او سپورتی فعاليتونه کوی٠ يوه په زړه پوری لوبه دا ده چه ګډون کوونکی په داسی حال کښی چه په غاښونو يوه قاچغه نيسی او په قاچغه کښی يوه هګی ږدی، منډی وهی او هګی دی له قاچغې څخه و نه لوئيږی، که څوک تر ټولو نه لومړی هدف ته ورسيږی، انعام به وګټی ٠

د چين د تاتاری قوم خلک کلتور او پوهنې ته ستر اهميت ورکوی او د اولادونو تربيې ته په درنه سترګه ګوری٠ نو تاتاران د لوړ فضيلت او کمالاتو خاوندان دی او په مطالعې او ورزش کښی تکړه دی٠ د نولسمې پيړۍ په پای او د شلمې پيړۍ په سر کښی مذهبی شخصيتونو د اينين او تاچن په سيمو کښی اسلامی ښوونځی جوړکړل چه پکښی د قران کريم د قرائت ، اسلامی تاريخ او مذهبی دکترين د درسونو ترڅنګ زده کوونکو ته د ژب پوهنې او رياضياتو په شمول نور درسونه هم ورکړ شول٠ په ١٩٤١ کال کښی د اينين په ښار کښی د تاتار خاص ښوونځی جوړ شو چه دا په شينجيانګ کښی له لومړيو نويو قومی ښوونځيو څخه شميرل کيږی٠ د چين د ولسی جمهوريت له جوړيدو نه وروسته په شينجيانګ کښی يو شمير نوی لومړی او منځنی ښوونځی جوړ شويدی، څرنګه چه تاتاری ماشومان هم په ويغوری او قزاقی ژبو هم ګړيدای شی، نو دوی په زياتو مکتبونو او ښوونځيو کښی شامليدای شی او عالی مدرسو ته د دوی د داخليدو ميزان ډير لوړ دی، د يادونې وړ خبره دا ده چه د تاتار په قوم کښی بی سواده کسان نشته او هر کال په شينجيانګ کښی د کانګور د امتحان له لاری پوهنتونو او پوهنځيو ته د تاتاری زده کوونکو د داخليدو ميزان تر نورو ټولو قومونو لوړ دی٠ نو ځکه زيات شيمر تاتاری پوهان، پروفيسران، متخصصان او ممتاز ټولنيز شخصيتونه رامنځ ته شوی او د شينجيانګ د انکشاف دپاره يی زيات خدمتونه ترسره کړيدی٠

تاتاران زحمتکښ خلک دی او شخصی روغتيا ته زياته توجه لری، تاتاران خپل کورونه هر کال څو ځله سپينوی څوچه تل پاک او ښکلی ښکاره شی٠ تاتاری ښځی په کورنی ژوندانه کښی ډير مهم رول لوبوی، دوی د کاليو د ګنډلو، ګلدوزی کولو او د خوراکونو د پخولو په برخو کښی لوی لاس لری٠

د ١٩٧٩ کال په جولای کښی د حکومت په منظورۍ د شينجيانګ د چی تای په ولسوالی کښی د دا چيوان په نامه د تاتاری قوم يوه خودمختاره علاقه داری جوړه شوه چه دا په چين کښی د تاتاری قوم يوازنی خودمختاره علاقه داری ده او پکښی دوه زراعتی کلی او د مالدارۍ څلور کلی شامل دی او د تاتار په شمول د اوو قومونو څه نا څه څلور زره تنه کليوال اوسيږی٠ د چين د بيلا بيلو درجو حکومتونو دی قومی علاقه دارۍ ته ډير زيات امتيازات ورکوی او ورسره زياتی خاصې مالی مرستې هم کوی٠ په دی علاقه دارۍ کښی عصری روغتون او ښکلی لومړی او منځنی ښوونځی شته او د کليوالو ژوند يی ډير ښه دی٠ اوس د دی خودمختارې علاقه دارۍ د بيلا بيلو قومونو خلک د خپلی لا ښکلی راتلونکی دپاره ګډ کوششونه کوی٠