د پاکستان د شمالی و زيرستان څخه د سيد فريدالله صاحب دوه ليکونه :
د چين د راډيو ټولو کارکونکو ته ډيره ډيره سلامونه وړاندی کوم . ګرانو کارکونکو لکه څنګه چه تاسو پوهيږی چه مونږ تقريباُ يو نيم کال کيږی يوکلب په نامه د لاس او ګريوان جوړکړيدي او د هغه ترعنوان لاندی مختلفو موضوعاتو سره مونږ تاسو ته حطو نه درليږو او انشا الله ، زمونږ قلمې رابطه به همداسی جاری وی .
د چين د سی ار ای راډيو ټولو کارکونکو ته د زړه له کومی نياکی هيای او سلامونه وړاندی کوم .
د افغانستان د خوست ولايت څخه د ياسمين بی بی خور ليک :
دوستانو سلامونه می اومنی ملګرو ما مخکی هم څو ليکونه درليږلی ؤ .خو تاسی خواب را نه کړو . دوستانو ، تاسی هر څه چی ماته راليږلی . نو د پاکټ رجسټر په توګه راواليږی . ځکه دلته د ډک والل خطونو ته پاملرنه نه کوی . دلته زمونږ په علاقه په خوست کی ستاسی پښتو نشريات زيات صفا اوريدول کيږی.کاغذه لاړ شه په هوا شه شی . په چين راډيو باندی وايه سلامونه .
دوستانو ، دلته په افغانستان علاقه کی تاسی جينۍ ميوزک سندری کيسټونو نه پيدا کيږی ، تاسی مهربانی وکړی چه د چينې سندرو دوه يادری کيسټونه راواليږی . مونږ ورسره زياته مينه ده .ورسره د چين ٢٠٠٨ المپيک وسکټ
بابنيلونه .که تاسی زمونږ غوستنې پوره نه کړی نو دا به مونږ اخرنۍ خط وی .ځکه چه تاسی زمونږ ته سوعات نه راليږی .
دوستانو زمونږ کلب چه مخکی ٣٤ پخوانې درلودل اوس پوره ٤١پخوانی لری .
وجه دا ده چه تاسو خپلو نشرياتو ته زيات خوند او ښايست ورکړی ده . مونږ د تاسو څخه زيات راضی يو . مونږ د چين حکومت سره زياته مينه او علاقه لرو . افغانستان خلک به د چين هيواد مرستی کوی او هيری نه کړی . د چين هيواد ته نوره هم ترقۍ غوښتونکی يو . دوستانو ، زمونږ ادرسته په دقت سره وګړی ځکه چه تاسی راليږله شوی . سامان بيا دغه اردس څخه موږ ته افغانستان ته ليږله کيږی او زمونږ کلب چه د افغان چين په نامه شهرت لری . تاسی ضرور اجسټر کړی او د اجسټر سند راواليږی . مونږ به خپله رابطه د مرګه پوره ساسو سره جاری وساتو او د څو مصری هم راته نشر کړی .
د پاکستان د ګلچين ګلب مشر سيد منان ارمانې صاحب ليک : قدرمنو دوستانو زمونږ د کلب د ممبرانو شميره چه ٧٣ته راسيږی . ستاسی خپرونې اوس هم زياتې په شوق او ذوق سره اورو او په لنډو خپو ٣٠.٠٤ ٢٥.٣٠ مترو بينډ باندی زمونږ په علاقو کی ستاسو نشريات زيات صفا اوريدلۍ شو . دوستانو خوښکړی پروګرامونه د چين دودونه او رواجونه ، د لويديځ چين پيژندنه ، چين د مليتونو کور ، چين د ترقی په لور ، دماثومانو نړۍاو د چينې ژبی لوست پروګرامونه مو زيات خوښ دی او زمونږ د زياتی استفادی وړګرځی . دوستانو مهربانې وکړې چه د پښتو خپرونی وخت زيات کړی . مخکی می مه سيرمنان ارمانی يو عکس درليږلی ؤ چه تاسی راته سی ار ای مجله کی چاپ کړی . که تاسی عکس راته چاپ کړی وی ، نو
مجله ضرور راوليږی راته .دوستانو تاسی خپرونې ښه کيدای دپاره می ډيری هيلی ځلی کړی او کومی ، دې په باری کی ما ته يوه تصريق نامه راواليږی . ځکه چير ته کيدای شی زه چين ته لاړشم او هلته تاسی تصريق خلکو ته وروشيم او دی څه څخه چه
خوشحاله شی . دا هم دچين دپاره خدمت کړی ده . تاسی ضرور راته يو کارت راواليږی .