<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-13 10:01:45    
يو شمير اسلامی هيوادونو د قران په مقابل کی د امريکايی عسکرود سپکاوی پر پيښی باندی احتجاج کړی دی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبريالانو د خبرونو له مخی ، يو شمير اسلامی هيوادونو د می په ١٢ نيټه په جلا جلا توګه اعلاميی خپری کړی يا مظاهری يی وکړې او له دی لاری يی د ګوانتنامو د امريکی د سمندری فوځ په اډه کی د قران د سپکاوی پر پيښی باندی احتجاج څرګند کړی دی .

له لسمی نيټې نه د افغانستان د هيواد په هر ګوټ کی د زده کوونکو او وګړو په ګډون احتجاجی فعاليتونه پرځای شوی دی .

د پاکستان د پيښور په ښار کی له همدی سببه د می په ١٢ نيټه د امريکی په ضد مظاهره وشوه او مظاره کوونکوله امريکی څخه وغوښتل چه بايد د نړۍ له ټولو مسلمانانو نه عفو او بخښنه وغواړی او له عراق او افغانستان څخه خپل فوځيان وباسی .

په همدی ورځ ماښام د سعودی عربستان خارجه وزارت له امريکی نه هم غوښتی دی چه بايد سمدستی نوموړی پيښه تر پلټنې لاندی ونيسی او مربوطو پرسونلو ته دی سزا ورکړی او د همدغسی پيښی د بيا منځ ته راتګ مخه دی ونيسی .