<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-14 17:39:20    
مونږ او اوريدونکی

cri

رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونې محترمو مينه والو اسلام عليکم ! زه عنايت الله رمز او زه چين جونګ ډير خوشحاله يو چه د دې خپرونې په وړاندی کولو سره يو ځل بيا ستاسو په خدمت کی يو . هيله ده چه د هوا د څپو له لارې يو څو شپی له مونږ سره پاتی شی .

چين جونګ – مونږ يو ځل بيا له خپلو ټولو اوريدونکو څخه مننه کوو چه تل يی د خپلو ليکونو له لارې مونږهڅولی يو او په دوامداره توګه يی له مونږ سره قلمی اړيکی ساتلې دي .هيله دا ده چه دا اړيکی د تل دپاره دوام وکړی .اوس به د ليکونو په برخه پيل وکړو او دا لومړی ليک خو ډير اوږد او په څو مخونو کی ليکل شويدی .

رمز – هو چين جونګ جانې : دا اوږد او په څو مخونو کی ليکل شوی ليک زمونږ د دايمی اوريدونکی سلطان محمد کامه وال دی چه د پاکستان د ضلع کوهاټ د ګهمکول نمرعرا کمپ نه يی راليږلی دی .کامه وال صاحب په خپل دغه لي کی چه د شعرونو ، غزلونو د نه خپريدو وړټوکو وړانديزونو او انتقادونو نه ډک دی ډير ډير سلامونه هم ليکلی دی .بيا يی غوښتنه کړيده چه زما د کلب د غړو نومونه هم خپاری کړی چه البته د دوی د کلب غړی داسی دی : سعادت محمد خان ، طارق محمد خان ، سردارمحمد خان ، صادق محمد بنګاټی ، ډاکتر خدامحمد او جيب الله نيازی .دغه شان کامه وال صاحب د پروګرام د وخت د زياتيدو وړانديز يی هم کړيدی .

جونګ – د محترم ښوونکی سلطان محمد کامه وال صاحب د ليک او ګيډی ګيډی سلامونو مننه کوو او مونږ هم ورته ځولی ځولی سلامونه وايو . د دوی وړانديزونه او انتقادونه به هروپه پام کی ونيسو او د پروګرام د وخت د زياتيدو په اړه

بايد ووايو چه همدااوس مونږ يوازی هم دومره امکانات لرو ، خو بيا هم به مونږ کوشش وکړو چه د پروګرام د وخت د زياتيدو لارې چارې ولټوو . خوشحاله اوسی .

رمز – دا ليک د صوبه سرحد کوهاټ کهمکول دريم نمبر کمپ څخه زمونږ دايمی دوست او اوريدونکی محمد اقبال بشردوست اريوبی راليږلی د سلامونو نه وروسته ليکی چه د ګاونډی هيواد چين له خوا زمونږ د ګران هيواد افغانستان سره د مرستې په ورکولو ډير خوشحاله يو ، ځکه چين او افغانستان ډير لرغونې او تاريخې تعلقات لرې . بايد چين د افغانستان په ډيرو پروژو کی برخه واخلی او نوری ډيری مرستی هم وکړی .

جونګ – د اريوبی صاحب د ليک او سلامونو نه ډيره مننه کوو او مونږ هم ورته سلامونه وايو . مونږ ډير خوشحاله يو چه اريوبی صاحب تل د افغانستان او چين د دوستی د ټينګيدو يادونه کوی . هيله ده چه په راتلونکی کی هم همداسی ليکونه راوليږی . بريالی اوسی .

رمز – د پاکستان د صوبه سرحد پشاور خزانې کمپ د چارصدی روډ نه زمونږ پخوانيو اوريدونکو عاشق الله کامه وال او معشوق جان کامه پخپل ګډ ليک کی لومړی سلامونه ويلی او بيا يی ليکلی چه ستاسو ټولی خپرونې په شوق او ذوق سره او روو او ورڅخه پوره ګټه اخلو .

جونګ – عاشق الله کامه وال او معشوق جان کامه وال ته مونږ هم ډير ډير سلامونه وړاندی کوو . د پروګرام څخه دستاينې نه مو مننه کوو او د راډيويی سيالی نتيجې مو په تيری مياشتی کی اعلان کړيدی . تاسو هم د نوموړی سيالی د ګټونکو څخه شميرل شوی وی . ښايی زمونږ جايزه مو تر لاسه کړی وی .

رمز – د پاکستان د صوبه سرشمالی وزيرستان ميرانشاه نه وزير خان ګربز دا ليک راليږلی د ټول چين د ګلانو د پاڼو په شمير يی مونږ ته سلامونه راليږلی او بيا پخيل ليک کی ليکی چه زما ګيډه ګيس اخلی ډير علاج می وکړ کومه نتيجه می په لاس رانه وړه . نو ما ته د دې علاج دپاره لارښوونه وکړی .

جونګ – محترمه اوريدونکيه زمونږ سلامونه هم ومنه او ستا د ناروغی په اړه بايد ووايو چه دا زمونږ مسلک نه دی . تاسو بايد د خپلې سيمې له کوم ډاکتر ياجيب سره مشوره وکړی . يوازی مونږ داسی ويلو شو چه هغه خواړه چه ستا د ګيډی دپاره ښه نه تماميږی مه يی خورری او يا په وخت کی کم خواړه وخوری . ستاسو د روغتيا په هيله .

رمز – دا ليک د پاکستان د صوبه سرحد ضلع هری پور جيی ټوی روډ افغل مارکيټ نه د باختر د کلب مشر سيدالرخمن بهير راليږلی . د سلامونو تر څنګ ليکی چه زه ستاسو د ويب سايت پاڼه هر ورځ ګورم . تاسو چه دا څه ناڅه ٣٢کاله پښتو ژبی ته خدمت کوی .بايد زياته کړم ستاسو د پښتو خپرونې وخت ډير لږ دی . بايد دا وخت نور هم زيات کړی يعنی يو ساعت خپرونه وکړی او غواړم چه تاسو د ختن د ښار او د ختن د مشکو په باره کی ما ته معلومات راکړی او دا شعر هم راته نشر کړی .

جونګ – کوم شعر يی دی ؟

رمز – سيدالرخمن بهير صاحب په خپل همدی ليک د يو بيت ليکلی دی . موټې خاوره وطن به پری ورنکړم *** که په سر د ځمکی هر وطن ختن شی .

جونګ – د محترم ورور سيدالرخمن بهير صاحب سلامونو ته وعليک وايو او پښتو خپرونې د وخت د زياتيدو په هکله بايد ووايو چه اړوند مسؤليت به د نوموړې

موضوع په هکله سلامشوری وکړی . که چيری يی امکانات تر لاسه کړل ،نو هرومرو به د پښتو خپرونې د وخت د زياتيدو په لاره کی ګامونه او چت کړی . د ختن د ښار او د ختن د مشکو په هکله مو کوم معالومات پيدا کړل ، نو هرومرو به يی په راتلونکی کی خپاره کړو او ستاسو راليږل شوی شعر مو هم خپور کړ . په رښتيا هم چه هر چا ته خپل وطن کشمير دی .