<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-14 17:40:40    
د اوريدونکو غږ

cri

د پاکستان صوبه سرحد ضلع هزاره تحصيل مانسهره حاجی اباد اچهړيان کمپ څخه د قاری محراب الدين پريشان صاحب ليک :

غوره ويناوې

١.توبه اسانه ده خو د ګناهونو پريښودل سخت کار دی .

٢.انسان ته په کار دي له ځان نه ډيوه جوړه کړی او ټول کورونه روښانه کړي .

٣.ژوند ي يوه بل څراغ په شان دی چه يو وخت نه يو وخت به يی رڼازوال مومی .

کمپيوټر

کمپيوټر د اوسنې زمانې تر ټولو ستره اختراع ده کمپيوټر چارلس باباج اختراع کړ .کمپيوټر د ژوند چارې ډيری اسانه کړې دی ، ټول هغه کارونه چه انسان په مياشتو کی کوی . کمپيوټرې يی په څو ثانيو سر ته رسوي . يو کمپيوټر کولای شی د مختلفو کارونو دپاره په کار يوړل شی . ليکل حسابول او د انټرنيټ په ذريعه د لرې لرې ځايونو سره د تماس نيولو . وسيله هم ده .

کيسۍ

پوښتنه : يو سړی پردری رولی هګۍ اخلې او پردوه رولی يی خرڅوی . يو کال وروسته دا سړی ميلونر کيږی . تاسی ووايی چه دا څنګه مليونر شو . ځواب : دا سړی مخکی ميلياردر ؤ . په هګۍ خرڅولو کی يی تاوان وکړو او يو کال وروسته مليونر شو .

يوه ده ونه ، څلورمنړان لرې .په هر منډه کی دری دری ګلان لری . ديرش ښکلی پاڼې د هريوګل دی . پاڼی دوه رنګه سازو سامان لری . يوه خواسپينه بله خواتوره راته

يی وايه چه څه عنوان لري .

وطن

د وطن کونډې ژړيږی . يتمان دی په فغان کی

وروکشی بی اتفاقې ده . زمونږ ګران افغانستان کی

د تاريخ پانو ته ګوری . ايا دوستانو لږ څه ځير شی

راټول په اتحاد شی بيا موفق په يوامير شی .

په پاکستان کی د سمنګان د ولايت د اوسيدونکی محمد عارف عرفان ليک :

د سی ار ای راډيو د پښتو خپرونې ګرانو خدمت کارکوونکو ته د پسرلې د موسم په شان خوشبوی .مونږ ټول ملګري هره اونی چه د مونږ او اوريدونکو پروګرام شروع کيږی . نو مونږ داسی ورته تګی يو چه کله زمونږ ليک نشر شی نو زمونږ تنده ما ته او روح مو تازه شی .

زه او زما ملګری چه د سی ار ای د راډيو د ټولو کارکوونکو د عکسونو په انتظار يو او مونږ د خپلو عکسونو په ليدو برخه من کړی . ايا خپل عکسونه درواستوو او کنه ؟

زمونږ يو زيات شمير ملګرو د سی ار ای د ٥٥مې کاليزی په سيالې کی برخه اخيستی ده ايا زمونږ د سيالی پاڼې درسيدلی دی؟

داريانا پښتو ادبی تنظيم د مشر سيدوارث حنيفی ليک :

ډيرو ښاغليو د چين د بين المللې راډيو کارکوونکو ، هر يو : وانګ اين خه ، جانګ جاو ، عنايت الله رمز ،وی وی ، سياوبينګ ، او نورو ټولو ته د مينې او مجت نه ډک

ډک سلامونه وړاندی کوم .

مونږ در ته د خپل صحت ډاډ درکوو او ستاسی صحت او عافيت دلوی څښتن تعالې نه د هميش دپاره غواړو او هميشه مو بريالی غواړو .

لومړی خبره

پروګرامونه مو ډير په شوق او ذوق سره اورو . ستاسی ټول پروګرامونه ډير په زړه پوری دی . له تاسو سره د پښتو ژبی ته د خدمت له امله ډيره مننه کوو او هميشه مو د لوی او لازوال ذات نه برياليتوب او د کاميابيو په هيله يو .ښاغلو ، څو مياشتې وړاندی مو د راډيو په يوه مسابقه کی ګډون وکړ چه مونږ هم پکی په پوره ډول برخه اخستې وه. تر اوسه پوری مو کومه نتيجه نه ده تر لاسه کړی يعنې مونږ ته يی د کاميابی او ناکامی ځواب راونه ورسيد. هيله لرو چه پدی اړه معلومات راکړی .

دوهمه خبره

ستاسی د چين بين المللې راډيو په څلورو يشت ٢٤ساعتو کی په څو ژبو خپرونې کوی په ټولو خپرونو کی ما تر اوسه اردو ، پښتو ، فارسی ، هندی او انګلسی خپرونې اوريدلی دی د دې نه علاوه . تاسی په نورو کومو ژبو خپرونې کوی او په ټولو ژبو کی مو د کومی ژبی اوريدونکی زيات دی . هيله لرم چه پدی اړه ما ته ځواب راکړی .

دريمه خبره

که د چينی ژبی لوست په اړه کوم پښتو ژباړلی د رسی کتاب لری . هيله لرم چه زماته يی راواستوی .