د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د ايتاليې د خارجه چارو د وزارت يوه مامور د می په ١٦ نيټه په روم کښی دا خبره تائيده کړه چه د ايتاليې ښځينه کارکوونکې کليميندينا کانتونی چه دوه ديرش کلنه ده او په افغانستان کښی يی امدادی کار کاوه ، په همدی ورځ د کابل په لويديځه سيمه کښی د نا معلومو وسله والو کسانو لخوا تښتول شويده ٠
د ايتاليې خارجه وزير ګيانفرانکو فينی په همدې ورځ دا څرګنده کړه چه د ايتاليې حکومت د يرغمل د مسئلې په باب له عاجل ميکانيزم څخه په استفادې پيل کړيدی تر څو چه نوموړی ښځه ژر تر ژره خوشی شی٠