د پاکستان صداقت کلب د ملګری سعانې صدرقت ليک :
ډيرو محترمو د چين د بين المللې راډيو د پښتو څانګی ټولو کارکوونکو او دوستانو ، اسلام عليکم ! ډير خوشحاله يو چه د مارچ په ٢٩مه نيټه ستاسو له خوا مونږ ته رساله او ورسره څلور د پوښتې نعافی راورسيدی او ورباندی ډير خوشحاله شوو . هيله لرو چه همدغه شان به زمونږ سره قلمې رابط وساتې او په خپلو پيرزونو کی ياد ساتۍ . مونږ ستاسو ډر شکر ګزار يو چه هيشه مونږ ته د خوښی مطابق پروګرامونه وړاندی کړيدی .
بله خبره دا ده چه تاسو چه کومه د ولس چين د ٥٥ کاليزی په مناسبت معلوماتی مسابقه او د هغی اړوند اته سوالونه د خپلو اوريدونکو څخه وکړی او د اوريدونکو څخه ځوابونه وکړی .
د اريانا پښتو ادبی تنظيم د مشر سيدوارث صنيفی کوهات ليک :
ګرانو دوستانو ، د چين بين المللې راډيو ټولو کارکوونکو ، وانګ ين خه ، جانګ جاو ، نايت الله رمز ، وی وی او سياو بينګ ټولو نورو ته د زړه له کومی سلامونه او نيکی پيزرونې وړاندی کوم .
صحت او خوشحالې مو د لوی کريم خدای نه د هميش دپاره غواړم موننږ هم د دی ليک تر ليګو پوری د خپل صحت ډاډ درکوو . پروګرامونه مو هميشه اورو ، د چينې ژبی لوست د نګارنګ ګونه ، يکشنبه مو نيکمرغه ، د روغتيا دپاره ، ښځی او ټولنه او مونږ او اوريدونکی ډير په شوق او ذوق سره اورو او د انټرنيټ پاڼه مو هم په ورځ کی يووار ضرور ګورو . په انټر نيټ پاڼه کی موُ ډولۍ ُ او د بېجينګ ُ شاهی
ماڼې ُ انځورونه ډير په زړه پوری دی . ستاسی د دغه خدمت نه مونږ او ټول پښتانان ډير مشکور او ممنون دی .
د پاکستان د صوبه سرحد د زيړګل زړه سواندی صاحب ليک:
د سي ار ای د راډيو محترمو کارکوونکو ته د زړه له کومی ګيډی ګيډی سلامونه وړاندی کوم . ما سره ملګری : محمد عارف عرفان ، قاری انځرګل مسافر ، قاری نوروز عافوق جمح الدين فريادی ، عبدالغياث همزار ، عبدالمنان حقيار ، جنټ ګل ، قاری عطاُو الله پريسی ، عطاؤ الرحمن سهاک ، قاری محمد داود ، قاری فاروق او د ملايانو د کلی نور ټول ملګری سلامونه وايوو . هيله کوم چه زما په پته پستو مطبوعات او تاريخ پاڼې راوليږی .
زنکدن کبنی
زنکدن چه د چا شی واوره بيا ن *** په تير عمر پسی ډير کوی ارمان
زړه کی وائ خدايادومره موقعه راکه *** چه خپل مکی لړمه له تا ځنی قربان
ما ګټلی ژنيايانی شو له بل ته *** نه يم تسا په نامه ورکړه نه د ځان
دی په دی سوداکی وې چه روج اوځی *** ګير چا پيره ورته کی وارثإن
چه ځوک مړه يش بيا ختياری د روندو شی *** په مزه مزه يی او ويشی سامان
داسی مال دی او خوری سرعبدالوهابه *** چه په سخته پکار نشی د انسان
د پاکستان د صوبه سرحد د قاری محراب الدين پريشان صاحب ليک :
د سی ار ای راډيو محترمو کارکوونکو ته و زړه له کومی سلامونه او احترامات وړاندی کوم .
غزل
ستړې ستومانه له کوره راغله *** کله بلبله له بهره راغله
چا وی سپرلی زمونږ په کلی راغنلو *** چاوی چه اور دی سره بيره راغله
داسی سړه مې په اوجو د خوره شوه *** ماوی سيلی که له سپين غړه راغله
ګوره چه لاری کی پښه نيولی شوله *** زړه ته يی بيا کومه خبره راغله