د سين هوا اژانس د خبر له مخی د افغانستان د ملی دفاع د وزارت نطاق دمی په ١٩ نيټه د چين خبريال ته هغه خبر تاييدکړ چه د می په ١٨ نيټه په افغانستان کی د ٥ تنو مرسته کوونکو د وژل کيدو نه وروسته په ١٩ مه نيټه په دغه هيواد کی دبين المللی مرسته کوونکو سازمانونو نور ٦ تنه کارکوونکی د بريد په اثر هم وژل شوی دی .
نطاق وويل ، وسله والو عناصرو په ١٩ نيټه سهار وختی کابل ته د زابل ولايت په يوه سړک کی د نوموړو مرسته کوونکو پر سپرلی موټرباندی پټه حمله وکړه او وژل شوی ٦ کسان ټول افغانان ؤ .