<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-19 18:46:21    
انجينری اکاډميشن دورجی له جيولوجيکی پلټنې سره ډيره مينه لری

cri

په ٢٠٠١ کال کښی د چين تبتی عالم دورجی چه له جيولوجيکی پلټنې سره ډيره مينه لری، د چين د انجينری اکاډمۍ د غړی په حيث انتخاب شوی او د تبت لومړی اکاډميشن ګرځيدلی دی٠

اکاډميشن دورجی د چين د تبت د خودمختارې سيمې په يوه ګوښ غرنی کلی کښی وزيږيده٠ د شلمې پيړۍ په اوومه لسيزه کښی شل کلن دورجی له خپل غرنی کلی څخه ووت او د چين د جنوب لويديځې سيمې د چينګ دو د ښار په يوه پوهنتون کښی يی د جيولوجيکی پلټنې په باب د علومو په زده کړې پيل وکړ٠

دورجی په تبتی ژبه خبريال ته وويل چه ما د هلکتوب په وخت کښی له جيولوجيکی پلټنې سره ډيره علاقه درلوده، ځکه چه په هغه وخت کښی ما وليدل چه زيات جيولوجيکی کارکوونکی د پلټنې دپاره تبت ته لاړل او په کوشش سره يی خپله دنده اجرا کوله٠ نو ما فکر کاوه چه جيولوجيکی پلټنه به حتمأ په زړه پوری او زړه خوښوونکی کار وی٠

په پوهنتون کښی دورجی د جيولوجيکی پلټنې او د چاپيريال د ساتنې په شمول يو لړ پوهې زده کړې او له پوهنتون څخه له فارغيدو نه وروسته هغه خپل اجدادی کور ته بيرته تللی او په جيولوجيکی پلټنې د لاس پوری کولو په باب خپله ارزو يی ترسره کړيده٠ په هغه وخت کښی په تبت کښی انرژۍ کمه ښکاريده او عمومأ به د ترمځکې لاندی د حرارتی انرژۍ په وسيله بريښنا توليديدله ٠ دورجی د تبت تر مځکې لاندی تودو اوبو د پيداکولو ټيم ته ورغی او د تخنيکی مسئول په حيث به يی د دی ټيم په مشرۍ د تر مځکې لاندی تودو اوبو پلټنه کوله چه په نتيجه کښی د ليدو وړ برياليتوبونه يی ترلاسه کړی وو٠

د شلمې پيړۍ په نهمه لسيزه کښی زياتو چينی او خارجی متخصصانو د چين د تبت د لهاسا ښار په اړه د يانګ با جاين په سيمه کښی د ترمځکې لاندی تودو اوبو د زيرمې د اندازې په باب څيړنه پيل وکړ او اکثرو متخصصانو دا نظرڅرګند کړ چه د يانګ با جاين په سيمه کښی ژوره څا نشی کيندل کيدای٠خو ښاغلی دورجی په قطعی توګه بل نظر وښود چه د دی سيمې تر مځکې لاندی نه يوازی د ډير تودو اوبو جريان شته ، بلکه د زيرمې اندازه يی ډيره زياته ده او د ژورې څاګانو د کيندلو امکان شته٠ له نوموړی حقيقت څخه د ښاغلی دورجی سم نظر څرګند شويدی٠ د دورجی په مشرۍ د يانګ با جاين د تر مځکې لاندی حرارتی انرژۍ د منابعو په پلټنه کښی ستر پرمختګ ترلاسه شوی او اوس د دی سيمې د تر مځکې لاندی د تودو اوبو ژورې څاګانې د چين له همداسی څاګانو څخه ډير ښې دی چه د هغو له لاری د ايستل شويو اوبو حرارت يی تر ټولو لوړ دی او د جريان اندازه يی تر ټولو زياته ده٠

د چين د تبت د جيولوجۍ او کانی منابعو د پلټنې د ادارې رئيس څرينګ دا يو تجربه کار جيولوجيکی کارکوونکی دی او له ښاغلی دورجی سره يو ځای يی

ډير کلونه کار کړيدی٠ هغه وويل چه دورجی په کارونو کښی سخت غم او ستونزه زغملای شی، که هغه کوم کار وکړی، نو هرومرو به ښه نتيجه ترلاسه کوی٠ د ١٩٩٨ کال په ژمی کښی دورجی د کانی موادو د پيدا کولو دپاره د تبت د عالی سيمې ته لاړ٠ عالی په نړۍ کښی تر ټولو لوړه سيمه ده او په ژمۍ کښی هوا يی سخته يخه ده؛ دغه راز هلته له لهاسا څخه ډير ليری دی، لارې يی ښې نه دی او د کار او ژوند زمينې يی ډيرې خرابې دی٠ خو د حيرانتيا وړ خبره دا ده چه ښاغلی دورجی په دی سيمه کښی د بی شيمرو مشکلاتو او ستونزو په ليری کولو سره د سرو زرو يو داسی لوی کان پيدا کړيدی چه د سرو زرو د زيرمې اندازه يی له لسو ټنو څخه اوښتی او تر اوسه پوری په تبت کښی له پيدا شويو همداسی کانونو څخه تر ټولو لوی کان ګڼل کيږی٠

د ملګرو او دوستانو په زړونو کښی ښاغلی دورجی يو داسی سړی دی چه د جيولوجيکی پلټنې دپاره خپل ټول قوتونه وقفوی٠ د ده ملګری لی چينګ بو وويل چه ښاغلی دورجی يو مهربان او د ورين تندی سړی دی او په کارونو کښی د همکاری لوړ طاقت لری؛ هغه د کارونو په مقابل کښی په دقت سره مسئوليت په غاړه اخلی او د ده لخوا له ترسره شويو جيولوجيکی پروګرامونو او وړاندی شويو علمی راپورونو څخه جدی علمی رويه څرګنديږی؛ هغه له خپل کار سره ډيره مينه لری او کله نا کله د کار د ترسره کولو دپاره د استراحت او رحصتۍ وختونه وقفوی٠

له څه دپاسه شلو کالو راهيسی، ښاغلی دورجی د چين د تبت د جيولوجيکی چارو دپاره ستر خدمتونه ترسره کړی، د ده او مربوطو متخصصانو لخوا ليکل شوی جيولوجيکی علمی تزيسونه په چينی او انګلسی ژبو د چين په دننه او دباندی کښی خپاره شوی او په چين کښی يی د علمی او تخنيکی ترقۍ دوهمه درجه دولتی انعام ترلاسه کړيدی٠ دغه راز ښاغلی دورجی د چين د جيولوجيکی سيستم د وتلی علمی او تخينکی کارکوونکی په حيث انتخاب شويدی٠