د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د افغانستان دانتخاباتو ګډ اداری سازمان د می په ١٩ نيټه په کابل کی اعلام وکړ چه د امنيت د موضوع په نظر کی نيولو سره به د افغانستان د پارلمانی انتخاباتو د کانديدانو د ثبتولو دکار د ختميدو وخت د ١٩ نيټی نه ٢٣ نيټې ته وځنډيږی .
د روان کال د سپټمبر په ١٨ مه نيټه به د افغانستان په تاريخ کی لومړنی پارلمانی انتخابات پرځای شی . اوس د هغه هيواد په ٣٤ ولايتونو کی څه د پاسه دوو زرو دری سوو تنو د هيواد د عوامو په مجلس او د ولايتونو په پارلمانی انتخاباتو کی د برخه اخيستنی لپاره خپل نومونه ثبت کړی دي .