رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونې عزتمنو اوريدونکو ! زه عنايت الله رمز او زه چين جونګ . د سلامونو په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يو او خپرونې ته د اوريدونکو د پام اړدنې تر څنګ به ليکونو پيل وکړو .
جونګ – مهربانې وکړی ، لومړی ليک ولولی چه د کوم اوريدونکې له خوا راليږل شويدی ؟
رمز – دا ښکلی او اوږد ليک د پاکستان د بلو چستان ژوب څخه زمونږ محترم اوريدونکی بشريار مندوخيل راليږلی دی . د ډيرو تعارفاتو او ځولی ځولی سلامونو نه ورورسته ليکی چه ستاسو پاکټونه او مطبوعاتی مواد ما ته راورسيدل . په تر لاسه کولو يی ډير خوشحاله شوم ، بيا د خپرونې او کارکوونکو د ستاينې نه روورسته زياتوی چه د سی ار ای پښتو خپرونه دله په ژوب کی ښه او صفا اوريدل کيږی . د ليک په پای کی يی د پښتو ژبی د تکړه او ګزن شاعر عبدالباری چهانې صاحب يو غزل راليږلی و په خپرونه کی يی د نشر غوښتنه کړيده .
جونګ – د بشريار مندوخيل صاحب د ليک او ښو نظرونو او هيلو نه مننه کوو ، مونږ هم ورته سلامونه وايو . رمز صاحب د مندوخيل صاحب انتخاب شوی غزل هم ولولی .
رمز – البته د بشريار مندوخيل صاحب دا انتخاب غزل د عبدالباری جهانی صاحب له غزلونو څخه دی چه وايی :
پيالی نسکوروم دی تشومه خو دی نه *** نضيبه بدلوم دې قبلومه خودی نه
تقديره زولنې دې د جانان تر کوڅی وړمه *** زندانه نړوم دې تيرو مه خو دې نه
اول می ليونتوب دې له نامه سر تړلی *** ګريوانه څيروم دې ټولو مه خو دی نه
د سر سودا منمه خو چی سر ټيټول غواړی *** قاصده ستنوم دی ورليږمه خو دی نه
خالق می ککری سجدی ته نه ده پيداکړی *** تنديه ماتوم دی لګومه خودی
چه شمير د جهانی د ګناهوننو باندی کيږدی *** زاهده ډندوم دی خپلومه خو دی نه
جونګ – غزل خو ډير ښکلی ؤ او دا بل ليک د چا دی ؟
رمز – دا ليک د افغانستان د قندهار سبار نه زمونږ پخوانی اوريدونکی عارف بختيار ، قاری عبدالله ، نور اغا ، فريد ، رحمت الله لوګری ، مين خان کوچی او سيد عبدالله کامه وال په ګډه راليږلی او د سلامونو نه وروسته ليکی چه ستاسو خپرونه دلته په قندهار کی صفا اورو .
جونګ – عارف بختيار او ټولو ملګرو ته يی مونږ هم سملامونه وايو . هيله ده چه په راتلونکی کی هم خپل ليکونه راوستوی .
رمز – دا بل ليک د هنګونه احمد ګل ، سيد فراز ساجد او عثمان غنې رااستولی . د سلامونو نه وروسته ليکی چه ستاسو خپرونې ډيری خوندوی دی او ګټور معلومات خپروی . کله چه تاسو د سهار له خوا هم پښتو خپرونه بيا خپروی . زمونږ د ډيری خوښ او خوشحإلې وړګرځيدلی ده او د ليک په پای کی يی يو شعر هم ليکلی چه پکی د سی ار ای ستاينه شويده او د خپريدو غوښتنه يی کړيده .
جونګ – د هنګونه محترم ورور اخمد ګل او ملګرو ته يی مونږ هم سلامونه وړاندی کوو او شعر به يی تاسو رمز صاحب ولولی .
رمز – دوی پخپل شعر کی وايی :
د پښتو لوی ترجهان دی سی ار ای *** ځکه په هر پښتون ګران دی سی ار ای
خدمت يی د ټولو پښتنو کړيدی *** خير خواه خاوری د افغان دی سی ار ای
خدای دی تل کاميابه لری *** د پښتو ژبی لوی نښان دی سی ار ای .
جونګ – ډير ښکلی شعر ؤ ورڅخه مننه کوو او دا بل ليک هم د هنګو رارسيدلی او څه يی پکی ليکلی دی ؟
رمز – هو ! دا ليک هم د هنګونه دی او د راليږونکو نومونه يی دی ساجد بختيار ، عثمان بختيار ، احمد ګل وطنيار ، سيد فراز وطن دوست ، سمينې ګل درويش او محبت خان قلندری . بايد ووايم دا دوه نور ليکونه چه مو ولوستل هم د نوموړو دوستانو ځينې نومونه يکی پتګرار سره ليکل شوی ؤ . خو د دې دپاره چه درو اړه ليکونه په جلا جلا توګه رااستول شوی مونږ هم په جلا جلا توګه خپاره کړل .
جونګ – مونږ بيا هم ساجد بختيار او ټولو ملګرو ته يی سلامونه وايو . هيله ده چه خپل قلمې اړيکی دتل په شان له مونږ سره وساتی .
رمز -- دا دوه ليکونه د پاکستان د صوبه بلوچستان دسلم باغ څخه د سليمانخيل د کلب مرستيال شير خان سلمان خيل او د کلب د نورو غړو له خوا رااستول شوی او دوی د سلامونو نه وروسته ليکی چه ډير وخت مون تاسو ته ليکونه نه دی رسولی وجه يی دا ده چه مونږ ټول په خپلو کارونو پسی ځو او د ښار او پوستې اسانتياونه ليدلی يو ، خو کله چه هوا توده شی . بير ته خپلو کورونو ته راستنيږو ، نو ځکه د ليکونو په استولو کی ځنډ رامنځته کيږی . خو د تل په شان به له تاسو سره خپلې قلمې اړيکی ساتو .
جونګ – د سلمان خيل کلب مرستيال او د کلب ټولو غړو ته يی مونږ هم سلامونه وړاندی کوو. هيله ده چه د تل په شان خپلې اړيکی ټينګی وساتی .
رمز – دا ليک د پاکستان د صوبه سرحد ضلع جترال نه د افغانستان د ملی نجات د کلب څخه صاحب شاه راليږلی د سلامونو نه وروسته ليکی چه ما سره ملګرو دی : محمد حسين ، ضياُ الرحمن ، عبدالحق ، ميرحاتم ، مير حمزه غوری ، نياز محمد او ياسر عرفات او بيا يی پخپل ليک کی د نوی کال مبارکی ويلی ده .
جونګ – صاحب شاه ورور ته مونږ هم سلامونه وايو او د نوی کال له امله يی له مبارکی څخه مننه کوو . که څه هم له نوی کال څخه څو مياشتې تيری شوی دی ، خو دا چه ليک مو مونږ ته ناوخته رارسيدلی دی ، له تاسو څخه د مبارکيو له رااستولو نه مننه کوو ، خوشحاله اوسی .