د سينهوااژانس د خبر له مخې د افغانستان د مطبوعاتي ذرايعو د خبر له مخې يو افغاني سړي چې تيمور شاه نوميږي او يوه ايتالوي ښځه کليمينتينا کانتوني يې تښتوله شوې وه د مې په شلمه نيټه وويل کليمينتينا وژل شوې ده ٠ تيمور شاه وويل څرنګه چې د افغانستان حکومت د دوي لخوا وړاندې شوي شرائط نه دي منلي نو ځکه دوي د مې په نولسمه نيټه شپه کليمينتينا ووژله ٠ سږکال ٣٢ کلنه کليمينتينا د يوه بينالمللي مرستندوي سازمان يوه کارکوونکې وه او په افغانستان کې يې درې کاله کارکړی و، د مې په شپاړسمه نيټه شپه هغه د کابل په ښار کې د څلورو تنو وسله والو کسانو لخوا وتښتوله شوه ٠
|