د سينهوااژانس دخبر له مخې د افغانستان د حکومت د کورنيو چارو د وزارت وياند لطف الله مشعل د مې په ٢٢ نيټه د تښتول شوي ايتالوي ښځې په باب يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل د ايتاليې تښتول شوي ښځه کليمينتينا کانتوني اوس ژوندی پاتې ده او ورته کوم ضرر نه دی رسيدلی ، د افغانستان حکومت اوس تر ممکنه حده پورې د کليمينتينا د ژغورلو دپاره کوشش کوي ، هغه وويل حکومت تل د تښتوونکو سره ارتباط ساتي ٠ هغه زياته کړه چې يوه افغاني سړي چې تيمور شاه نوميږي د مې په شلمه نيټه وويل کليمينتينا دده لخوا ووژله شوه ، دده خبره دروغ ده او ويې غوښتل چې پر حکومت باندې فشار واچوي ٠
|