د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د ايتاليې مطبوعاتی زرائعو د می په ٢٣ نيټه خبر ورکړ چه د ايتاليې جمهوررئيس کارلو ازيګليو کيامپی مخکښی له دی نه د افغانستان د جمهوررئيس حامد کرزی په عنوان يو تلګرام مخابره کړ او په هغه کښی يی د افغانستان له امنيتی ارګانونو او نورو څانګو څخه غوښتنه وکړه چه بايد د ايتاليې د ښځينه يرغملې کليميندينا کانتونی د ژر تر ژره خوشی کيدو دپاره خپلو کوششونو ته دوام ورکړی او ژر ژر دی موثر تدبيرونه غوره کړی٠
له دی نه دمخه تيمور شاه چه د ده په قول خپل ځان تښتوونکی بولی، وويل چه څرنګه چه د افغانستان حکومت د دوی لخوا وړاندی شوی شرائط نه دی منلی، نو دوی د می په نولسمه نيټه ماښام نوموړی يرغمله ووژله ٠ خو د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت نطاق په ٢٢ نيټه وويل چه تر اوسه پوری يرغمله لا هم ژوندی ده او ور ته زيان ندی رسيدلی٠ اوس د افغانستان حکومت تر وسی پوری د کليميندينا کانتونی د خوشی کيدو دپاره کوششونه کوی٠