<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-26 17:47:19    
په بيجينګ ګښی د سالار د قوم د څو تنو مسلمانانو د ژوند او کار ته يوه کتنه

cri

 د چين د سالار قوم يو مسلمان قوم دی چه نفوس يی له يو لکو څخه هم کم دی او په عمده توګه د چين د شمال لويديځ د چينګهای په ولايت کښی اوسيږی٠ خو د چين په مرکز بيجينګ کښی هم څه دپاسه دری زره تنه سالاريان ژوند کوی٠ نو په نننی پروګرام کښی به د بيجينګ د څو تنو سالاريانو د ژوند او کار په هکله تاسو ته معلومات وړاندی کړو٠

د بيجينګ په ختيځه سيمه کښی ٌ د سالاريانو کور ٌ په نامه يو رستوران شته چه که څه هم پيمانه يی دومره لويه نده، خو معاملات يی ډير تاوده دی ، په تيره بيا ماښام پکښی هيڅ خالی چوکی نه وی او حتی کله نا کله يو شمير مراجعه کوونکی د چوکيو د انتظار دپاره په نوبت کښی دريږی٠ په دی رستوران کښی پخې شوی غوښې او له اوړو څخه خوراکونه ځانګړی ښه خوند لری او د مراجعه کوونکو ډير خوښيږی ٠ ٌ د سالاريانو کور ٌ د رستوران خاوند هان چينګ فو د سالار د قوم يو مسلمان دی چه څه دپاسه لس کاله دمخه د خپل اجدادی کور چينګهای څخه بيجينګ ته راغلی او د خپل يوه خپلوان په رستوران کښی يی شاګردی وکړ٠ د مهارت زده کول يو ستړی بهير دی٠ ښاغلی هان چينګ فو تر اوسه پوری لا هم د پسه د غوښو د پريکولو لومړی ځل عمل يادوی٠

هغه وويل چه د رستوران خاوند مونږ څو تنو شاګردانو ته دوه حلال شوی پسونه راکړل او زمونږ څخه يی وغوښتل چه غوښې په نازکو ټوټو پريکړئ ! دا کار د شاګرد دپاره لازمی تمرين دی٠ مونږ د دغو دوو پسونو د غوښو د پريکولو په بهير کښی لږ تر لږه شپږ ساعته ونيول او په پای کښی زمونږ له لاسونو څخه وينې توې شوې چه دا زما دپاره د هيرو وړ ندی٠

د سختو کوششونو له لاری ښاغلی هان چينګ فو د رستوران د چلولو او اداره کولو په باب تجربې راغونډې کړې او شپږ کاله وروسته يی خپل رستوران پرانيست چه اوس د همدی رستوران خاوند دی٠ نن سبا هغه په بيجينګ کښی خپل کور لری او استوګنځی يی هم اخيستی دی چه د معاملاتو د تودوالی په اثر ژوند يی ډير نيکمرعه دی٠ ښاغلی هان چينګ فو او د خپلې کورنۍ ټول غړی تل د خپلې مذهبی عقيدې درناوی کوی، دی هره ورځ په خپل کور کښی لمونځ کوی او هره جمعه د لمونځ دپاره هرومرو جومات ته ځی٠

د ښاغلی هان چينګ فو همکلی ميرمن ما سيو اينګ چه په بيجينګ کښی يی د ژوند وخت له يوه کال څخه هم کم دی ، پخوا د خپل کلی د يوه لومړی ښوونځی ښوونکې وه، يوځل هغه د کار دپاره بيجينګ ته راغله او له دی ښار سره يی مينه پيدا کړه٠ ورپسی يی د ښوونکې له دندې څخه استعفا وکړه او د خپل شپږ کلن ماشوم سره يو ځای بيجينګ ته راغلې ده٠ ميرمن ما سيو اينګ هيله لری چه ژر تر ژره د کار فرصت ترلاسه کړی يا يو ځانګړی دکان پرانيږی٠ هغې خبريال ته وويل چه زما قوی ارزو دا ده چه زما ماشوم په بيجينګ کښی ښه تعليمات او روزنه ترلاسه کړی، په بيجينګ کښی له يوې خوا زما د ماشوم دپاره د ژوند ساحه پراخه شوې او له بلې خوا هغه مترقی تعليمات ترلاسه کولای شی٠

البته ، ميرمن ما سيو اينګ کله نا کله خپل اجدادی کور هم يادوی٠ د خپل کلی د يادونې په وخت کښی د هغې له څيرې څخه نيکمرغی ليدل کيږی٠ هغې وويل چه زما کلی په غرنی سيمه کښی پروت دی چه هلته اسمان ابی رنګ لری او هوا يی تل تازه ده ٠ خو اوس زه د بيجينګ له اوسنی ژوند او ښی کلتوری فضا سره ډيره مينه لرم ٠

که څه هم د سالار د قوم هيوادوال د بيلا بيلو اهدافو د ترسره کولو دپاره بيجينګ ته راغلی، خو دوی ټول له دی ښار سره مينه لری٠ ښاغلی هان جی شان هم د سالار د قوم يو هيوادوال دی چه د شلمې پيړۍ په اتمه لسيزه کښی د چينګهای له ولايت څخه د بيجينګ په يوه پوهنتون کښی داخل شوی او له فارغيدو نه وروسته په بيجينګ کښی پاتی شويدی چه اوس د چين په اسلامی ټولنه کښی کار کوی٠ د يوه مسلمان په حيث های جی شان له خپل کار سره ډيره مينه لری٠ څرنګه چه ده په کارونو کښی ډير ښه برياليتوبونه ترلاسه کړی، نو د نوموړی ټولنې لخوا سعودی عربستان ته وليږل شو او هلته يی لوړ تحصيلات پای ته ورسول٠ د ښاغلی هان جی شان په نظر، د ده دنده ستر اهميت لری٠ هغه وويل چه ما په خپلو کارونو کښی د امامانو د تصديق په باب د مقرراتو، د جوماتونو د اداره کولو په باب د مقرراتو او د اسلامی خوراکونو د تائيدولو په باب د مقرراتو مسودې ليکلې دی٠ ډير خوشحاله يم چه د چين د اسلامی ټولنې مقاماتو ما ته د نوموړو مقرراتو د مسودو ليکلو درنې دندې راکړې، له دې څخه څرګنده شوی چه دوی زما طاقت او پوهه پيژنی٠