<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-28 17:43:01    
مونږ او اوريدونکی

cri

رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونې ګرانو اوريدونکو ! دا دی نن بيا ستاسو د خپرونې وخت رارسيدلی دی . زه عنايت الله رمز او زه چين جونګ د سلامونو په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يو او څو شيبی به د هوا په څپو کی له تاسو سره د زړه خواله وکړو .

جونګ – رمز صاحب اوريدونکی به د انتظار شيبی تيروی او په دی هيله به د خپلو راډيوګانو تر څنګ ناست وی ، تر څو زمونږ دغه خپرونه تر پايه پوری واوری . نو مهربانې وکړی ، لومړی ليک راواخلی چه څه يی ليکلی دی ؟

رمز – په دې لومړی ليک کی ليکل شويدی چه د مينې په ځولې کی سلامونه درليږم *** قبول می کړه سوالونه سی ار ای سره ګلونه درليږم

د سلامونو دغه ځولی مونږ ته د پاکستان د صوبه سرحد ضلع هريپور کمپ نه هجرت الله فريادی راليږلی او بيا پخپل ليک کی زياتوی چه زه د باختر د کلب معاونه يم او ډير خوشحاله يم چه تاسو په چين کی د پښتو ژبی خپرونه خپروی . زه به د تل دپاره له تاسو سره قلمې اړيکی ټينګی وساتم . د ليک په پای کی يی د چين په هکله په زړه پوری معلومات ليکلی او بيا يی د مطبوعاتو غوښتنه هم کړيده او پوښتنې يی هم مطرح کړيدی .

چين جونګ – محترم هجرت الله فريادی صاحب ته مونږ هم ځولی ځولی سلامونه وړاندی کوو . د پښتو ژبی د خپرونې په باره کی ستاسو د ښه نظر نه مننه کوو ، ځينو پوښتنو ته مو په عمومی ډول په تيرو پروګرامونو کی لږ او ډير معلومات وړاندی کړيدی . ستاسو پاتی پوښتنو ته به کوشش وکړو چه ځواب برابر او خپور

کړو . مطبوعات به هم په راتلونکی ستاسو په پته دروليږو . خوشحاله اوسی .

رمز – دا بل ليک د پاکستان د صوبه سرحد صلع و تحصيل مانسهره اچهړيان کمپ نه قاری بهرام خان اميری راليږلی . د زړه له کومې سلامونه او احترامات يی وړاندی کړی . بيا يی ليکلی چه مخکی می هم دری ليکونه درليږلی ؤ ، خو نشر نشول او د ليک په پای کی يی د مجلو او ورځپاڼو غوښتنه کړيده او هم يی پخپل ليک کی څو ټپی راليږلی چه يوه يی داسی ده :

په ناقابل طبيب می سر شو ، درد می د سر دی دوا د سترګو راکوينه .

جونګ – قاری بهرام خان اميری صاحب ته مونږ هم خپل سلامونه وړاندی کوو . د ليکونو په هکله يی بايد ووايو چه هر هغه ليک چه د اوريدونکو له خوا مونږ ته رارسيږی مونږ يی هرومرو خپروو . نو ستاسو تيرو ليکونو ته مو هم په تيرو خپرونو کی ځواب ورکړيدی . خوشحاله اوسی .

رمز – وايی :

کاعزه والوزه په هوا شه *** اول ترينه ځارشه بيا پری وايه سلامونه

سی ار ای دومره راباندی ګران يی *** چه دی وانه ورم د شپی نه راځی خوبونه

د سی ار ای خاطر دپاره ، هر وخت ورته ليږم ډير ليکونه

جونګ – دا وسلامونو نه ډکی ښکلی لنډی د چا وی ؟

رمز – دا لنډی زمونږ دايمی اوريدونکی د پاکستان د صوبه سرحد کوهاټ نه محمد اقبال بشر دوست اريوبی راليږلی او د اريوبی صاحب دوه ليکونه مو تر لاسه کړيدی . په بل ليک کی يی د افغانستان د بيا ودانې او په هيواد کی د اساسی تاسيساتو لکه سړکونه ،روغتونونه ، کلينيکونه او داسی نورو د جوړولو غوښتنه

کړيده .

جونګ – دا دی د اريوبی صاحب دواړه ليکونه مو خبار کړل ، هيله ده چه اوريدلی به يی وی . مونږ هم ورته ګيډی ګيډی سلامونه وړاندی کوو او په راتلونکی کی هم د دوی د ليکونو په تمه يو .

رمز -- دا دوه ليکونه د پاکستان د صوبه سرحد ضلع مانسهره اچهړيان کمپ د ملاياتو له کلی څخه قاری محراب الدين پريشان راليږلی . د سلامونو نه وروسته يی دا غزل راليږلی چه وايی :

ستړی ستومانه له کوره راغله *** لکه بلبله له بهره راغله

چا وی سپرلی زمونږ په کلی راغلو *** چا وی چه اوردی سره ببره راغله

داسی سړه می په وجود خوره شوه *** ما وی سيلی که له سپين غره راغله

ګوره په لاره کی پښه نيولی شوه *** زړه ته يی بيا کومه خبره راغله

وصاله ما خووه په مړو شمارلې *** ليونې بيا له کومه دره راغله

جونګ – د قاری صاحب محراب الدين پريشان د ليکونو نه ډيره مننه کوو او زمونږ سلامونه دې هم ومنی . د دوی د نورو ليکونو په تمه .

رمز – دا ليک د صوبه سرحد ضلع لکی مروت نه زمونږ دايمی اوريدونکی او د جنت لسنرز کلب مشر قاری حافظ ګل جنت راليږلی دی . د نوموړی ليک په اردو ژبه ليکل شوی ، خو زمونږ د پښتو خپرونې د ټولو پروګرامونو ستاينه يی کړيده او وايی چه د پښتو ټول پروګرامونه اورم . په پای کی يی د معلوماتی مجلو او نورو مطبوعاتو غوښتنه کړيده .

جونګ – قاری صاحب حفيظ ګل جنت صاحب ته مونږ هم سلامونه وايو .

مطبوعات او مجلې به په راتلونکی کی د دوی په پته واستوو .

رمز – دا ليک د صوبه بلو چستان ضلع پشن څخه جان محمد ثاقب او ملګرو يی هر يوه سميع الله او عبدا لقدير خان په ګډه راليږلی او د سلامونو تر څنګ يی ليکلی چه ستاسو ټول پروګرامونه ډير خوندور دی او مونږ يی په شوق او ذوق سره اورو .

جونګ – جان محمد ثاقب او ملګرو ته يی مونږ هم سلامونه وړاندی کوو . د دوی د نورو ليکونو په تمه .