<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-28 18:05:30    
د اوريدونکو غږ

cri

د پاکستان د ننګرهار ولايت څخه د شريف الله کاشکويی صاحب ليک : 

د چين د بين المللې راډيو د پښتو خپرونی ډير محترمو کارکوونکو ! له ماسره ملګری : حبيب الله ، شير ګل خان او ممتازخان دی . زمونږ له طرفه دی د چين د بين المللې راډيو د پښتو خپرونې ټولو کارکوونکو ته د مينې او محبت نه ډک ډک سلامونه او نيکی هيلې ورسيږی . پس له سلامه محترمو ډير موده وشوه چه تاسو ته مو خط نه دی درليږلی دادی يو ځل بيا تاسو سره خپلو قلمې اړيکو ته ادامه ورکوو او خپله قلمی رابطه بيا شروع کوو .

محترمو مونږ ستاسو پروګرامونه په ډيره مينه اورو او ډيره علاقه ورسره لرو . مونږ تاسو ته يوه مشوره درکوو او هغه دا چه تاسو نيم ساعت خپرونه خپروی ، نو بيا نيم ساعت د هغی تکرار نشروی ، نو زمونږ دا مشوره ده چه تاسو نيم ساعت خپرونه نشر کړی او نيم ساعت وخت د مو سيقۍ د پروګرام دپاره ورکړی . په دې شان به ستاسو اوريدونکی نور هم زيات شی او ستاسو پروګرامونه به هر څوک په مينه اورې . په اخر کی له تاسو څخه غوښتنه لرو چه مونږ ته د نوی کال جنتری يعنی کلينډ راوليږی او که نور نشرياتی مواد مو چاپ کړی وی نو هغه هم راوليږی .

وسلام ستاسو دايمی اوريدونکی – شريف الله .

د پاکستان څخه د مانسهری د خاکی کمپ د نهم ټولګی زده کوونکی اول دين حقمل د سيالۍ ليک :

غزل

هر څه شوی په ازل کبتی نوربه نشی *** چی يی برخه د پياده ،ده سپور نشی

که په سل رنګ تدبير احتياط پری وکا *** هغه شپه چه يی د کوروی ګوربه نشی

په لباس د بيګانه ؤ غلط مه شه *** چی له مور و پلاره نه وی ورور به نشی

زاتې تور زړونه په وغظانه سپينيږی *** مړی ايری که هر ځو پوګړی اوربه نشی

زه اول دين حقمل دنهم ټولګی زده کوونکی دپاکستان مانسهری حاکی کمپ څخه د هر څه د مخه زه او زما انډيوالان تاسو ټولو د پښتو خپرونی کارکوونکو ته خپل د زړه له کومی سلامونه او نيکی هيلی وړاندی کوو اميد لرو چه زمونږ سلامونه او احترامات ومنی . تاسو ټول پروګرامونه ډير په شوق او ذوق سره می اوروو .

د پاکستان د صوبه سرحد څخه د نورجان ارمانې صاحب د سيالۍ ليک :

د چين د سې ار ای راډيو د پښتو خپرونې ټولو کارکوونکو ته د زړه له کومی سلامونه وايم ، هيله لرم چه زما سلامونه منظور کړی .

ماته يادشی ای وطنه

ما ته يادشی ای وطنه ***همه تيرزاړه وختونه

زما زړه باندی پراته وی *** هغه ډير خواږه يادونه

هغه زه چی يو ماشوم وم *** زه به پروت وم په زانګو کی

په ځولی کی لکه تخت *** ډير په ازاو په نخروکی

ما ته به مور الله ويل *** دا واز خوږو څپو کی

خور او ورور به للوللو وی *** ترنم او په نغموکی

د پاکستان د صوبه سرحد څخه د امير جان نورانی صاحب د سيالۍ ليک

ځوانی

خلکو ځوانې می خاوری کيږی *** وخت می تيريږی بيا به نه وی دا وختونه

مسته مينه کی ځوانی وه *** ځکه مست مست په لاره اخلی قدمونه

يار په ځوانې کی راته مل شو *** او به يی ځوانې په قبر خپله زړهوومه

بهار په ما د ځوانې راغی *** د زړه باغ مې او سپړل ښه ګلونه

انتظار

کله به راشی خپل ياره *** زه خود ستاپه انتظار کی ناسته يه

جانانه ستا په انتظار کی يم *** د رب دپاره راله راوړه ديدنونه