د سين هوا أژانس د خبر لمخې د افغانستان يو مذهبي شخصيت چه ملا عبدالفياض نوميده او د اسلامي عالمانو د کميسيون مشر و ، د رواني مياشتې په نهه ويشتمه نيټه مازيدګر په قندهار کي ووژل شو، د معلوماتو لمخې هغه د ژوند په وخت کي د طالبانو سره مخالفت وکړ او طالبانو څو څو ځله دده د وژلو تهديد وکړ . د رواني پسرلي راهيسې د افغانستان په حکومتي فوځونو او ميشته شويو بهرنيو عسکرو باندي د طالبانو حملې زياتې شوي او تر اوسه پوري له سلو نه زيات کسان ددوي د حملو په ترڅ کي مړه شويدي .