

د جون لومړی نيټه د ماشومانو له بين المللي جشن سره مصادفه ده ، هيله لرو چه د افغان ماشومانو په شمول د نړۍ ټول ماشومان په خوښی سره خپل جشن تير کړي ٠
د ١٩٤٢ کال په جون کی د المان نازيانو د اوسني چک مرکز پراګ ته نژدي د ليديځه کلی محاصر وکړ او څه دپاسه يو سلو څلويښت سړي يي ووژل چه عمر يي له ١٦ کالو څخه زيات و ، ددې کلي ټول نوي زيږيدلي کوچنيان او ښځې ډله ايزو کمپونو ته وروليږدول شول او نور ٩٠ تنه ماشومان د پولند په يو ډله ايز کمپ کی واچول شول چه په دي جمله کی يوازی ١٧ تنه ماشومان د جګړی نه وروسته هم ژوندی پاتی شول ٠
په هغه غونډه کی چه په جګړه کی د نوموړی کلي او د نړۍ په نورو ځايونو کي مړه شويو ماشومانو ته د خواشيني د څرګندولو او پر ماشومانو باندی د زور او زياتې سره د مخالفت او د ماشومانو د حقوقو د ساتلو لپاره د ١٩٤٩ کال په سپتمبر کی د پخوانی شوروی اتحاد په مرکز مسکو کی د ښځو د بين المللی ديموکراتيکی ټولنی لخوا جوړه شوی وه ، پريکړه وشوه چه هر کال د جون لومړي ورځ د ماشومانو د بين المللي ورځې په نامه وټاکل شي ٠
د نوموړی پريکړی د تصويبيدو نه وروسته د ١٩٤٩ کال د ديسمبر په ٢٣مه نيټه د چين د مرکزی ولسی حکومت د دولتي شورا په دوولسمی غونډی کی فيصلی وشوه چه له ١٩٥٠ کال څخه دی هر کال د جون لومړی نيټه چه د ماشومانو د بين المللي ورځې سره برابره ده ، هم د چيني ماشومانو د جشن په توګه وټاکل شي او د
يوې ورځې د رخصتۍ نه پرته په دې ورځ کي د هيواد په بيلا بيلو ځايونو کي ددې جشن د نمانځلو ډول ډول په زړه پوري فعاليتونه اجرا شي ٠ مخکې له دي نه په چين کي د اپريل څلورمه ورځ د ماشومانو ورځ وه چه دغه جشن په ١٩٣١ کال کي ټاکل شوي ؤ ٠