د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی د چين د خارجه وزارت نطاق کونګ چيوان دمی په ٣١ نيټه په بيجينګ کی په نوبتی مطبوعاتی کنفرانس کی وويل ، د چين خوا له دی امله چه هند او پاکستان د کشمير د مسئلی د سوله ايز حل لپاره هلی ځلی کوی ، خپله خوښی څرګندوی .
د خبريال اړوندی پوښتنی ته د ځواب په ترڅ کی نطاق کونګ چيوان وويل هند او پاکستان د چين دوست ګاوندی هيوادونه دي او د نوموړو دواړو هيوادونو ترمنځ د کشمير په باب د دغه پيچلی تاريخی مسئلی په باره کی چين تل دا هيله لری چه دوی نوموړی مسئلی د مساوی او دوستانه مشورو او خبرواترو له لاری په سوله ايز ډول يی حل کړی .