دچين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د افغانستان يوه مامور د جون په لومړي ورځ وويل د افغانستان د کندهار په ښار کې په همدې ورځ سهار د يوه جومات په دننه کې د بم د چاودنې پيښه وشوه چې په نتيجه کې د کابل ښار د پوليسو د قوماندان په شمول لږ تر لږه ٤٠ تنه مړه او نور ٦٠ تنه ټپيان شوي دي ٠ د بم د چاودنې په وخت کې په نوموړي جومات کې د محلي ديني مشر مولوي عبدالله فياض دفاتحې مراسم ترسره کيدل چې د مې په نه ويشتمه نيټه د طالبانو لخوا ووژل شو ٠ تر اوسه پوري هيچا او هيڅ سازمان نه دي ويلي چې دوي دنوموړي پيښې مسؤليت په غاړه لري ، د تحليل کوونکو په نظر نوموړي پيښه د مولوي فياض د وژنې سره اړه لري