<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-02 16:12:43    
د ٌ ياو ٌ د قوم اوږده ويښتان لرونکی ښځی

cri

ښايی چه اکثره ښځې هيله لری چه اوږده ويښتان ولری٠ د چين په جنوب لويديځ کښی د ګوانګ سی د ٌ جوانګ ٌ قوم د خودمختارې سيمې په غرونو کښی يو شمير داسی ښځې شته چه اوږده ويښتان يی ډير شهرت لری٠ د دوی تور او اوږده ويښتان د نيکمرغۍ او پوهې نښه ده٠

د چين د ګوانګ سی د لونګ جی د سيمې په ښکلو غرنيو کليو کښی تل داسی منظره ليدل کيږی چه زياتې هغې ښځې چه سره لباسونه اغوندی، ډله په ډله د لښتيواو سيندونو په اوبو کښی ويښتان مينځی ، د دوی تور اوږده ويښتان د ابشار په شان ځوړنده دی او د اوږدو ويښتانو د ستاينې په باب سندره د سيندونو له غاړو څخه پورته کيږی٠

دغه اوږده ويښتان لرونکی ښځې د چين په جنوبی سيمه کښی د ٌ ياو ٌ قوم په يوې فرعی څانګې پوری اړه لری٠ د ٌ ياو ٌ قوم عمومأ د ښځو د کاليو د خصوصيت له مخی د فرعی څانګې نومونه ټاکی٠ څرنګه چه نوموړی ذکرشوی ښځې د سرو لباسونو له اغوستلو سره مينه لری، نو د دوی فرعی څانګه ٌ سره ياو ٌ نوميږی٠ د چين د ٌ ياو ٌ د قوم د ٌ سره ياو ٌ فرعی څانګه د ګوانګ سی په شمالی غرنی سيمه کښی اوسيږی او نفوس يی څه دپاسه ديارلس زره تنه دی٠ د ٌ سره ياو ٌ نجونې د ديارلسو کلونو له عمر څخه ويښتان ساتی او يوازی د شپاړلسو کلونو په وخت کښی يو ځل ويښتان لنډوی چه دا د نجونو د لويدو نښه ګڼل کيږی٠ وروسته له هغه به ويښتان نور پری نه کړی او اوږد ويښتان به د نجونو له ټول عمر سره وساتل شی ٠

د ٌ سره ياو ٌ د فرعی څانګې په نظر ، ويښتان د انسانانو له وينو څخه رامنځ ته شوی او د ښځو ويښتان د ژوند او عمر څرګندوی دی٠ نو ځکه سل ګونو سل ګونو کالو راهيسی د ويښتانو ساتل او ورسره مينه کول د ښځو عادت ګرځيدلی دی ٠ حتی که د ږمونځ کولو په وخت کښی څو دانې ويښتان ولويږی، دوی به يی هم راټول کړی او په ښه شان سره به يی وساتی٠ د شپاړلسو کلونو په وخت کښی پری شوی ويښتان عمومأ د انا لخوا ساتل کيږی او د نجلۍ د واده په وخت کښی به د جهيزونو د يوې برخې په توګه د هغې له اوږدو ويښتانو سره يو ځای په سر تاوول شی٠

د ٌ سره ياو ٌ د ښځو په اوږدو ويښتانو کښی پوهې شاملې دی او د ويښتانو په شکلونو کښی يی د دوی رازونه شته٠ نجلۍ پان جی چينګ وويل چه د ٌ ياو ٌ د قوم په کليو کښی د ويښتانو شکلونه د واده کړو ښځو او پيغلو د پيژندل کيدو نښې دی٠ که د چا ويښتان په سر تاو شوی وی، هغه به واده کړې ښځه وی ، خو ماشوم نه لری؛ که د چا ويښتان د تاوول کيدو په عين وخت کښی يوه غوټه هم واچوی، نو هغه به يو مور وی ، څوک چه د ويښتانو د تاوول کيدو تر څنګه سر يی د ښکلی څادر په وسيله پيچل کيږی، هغه به پيغله وی٠

اوږده ويښتان د ٌ سره ياو ٌ د ښځو قيمتی شتمنی ګڼله کيږی، نجونې عمومأ خپل ويښتان نور چا ته نه ښئی، دوی تل په يوه تور ټوکر سره خپل سر او اوږد ويښتان پيچی ٠ نو ويل کيږی چه هغه نارينه چه تر هر چا نه لومړی يی د يوې پيغلې اوږده ويښتان وليدل ، خامخا به د هغې چنغول وی ٠

نه يوازی د ٌ سره ياو ٌ د ښځو د ويښتانو شکلونه بيلا بيل دی او ځانګړی خصوصيت لری، بلکه د ويښتانو اوږدوالی يی هم ډير مشهور دی چه عمومأ له يو متر څخه اوښتی وی او حتی د ځينو ويښتان يو اعشاريه اتو مترو ته رسيږی٠ د هوانګ لو په نامه د ٌ ياو ٌ د قوم په يوه کلی کښی څه دپاسه شپيته تنه داسی ښځې شته چه د ويښتانو اوږدوالی يی له يو اعشاريه څلورو مترو څخه اوښتی دی٠ دا چه په يوه کلی کښی د دومره زياتو ښځو ويښتان دومره اوږده دی ، په نړۍ کښی د ٌ جينيس ٌ ريکارډ ګڼل کيږی٠ د دی کلی اوسيدونکی ښاغلی پان جی ګانګ خبريالانو ته وويل چه د ٌ سره ياو ٌ ښځې د ويښتانو اوږدوالی د ښکلا په حيث بولی، د دوی په نظر ، ويښتان د ژوند يوه برخه ده او نه بايد په بی پروائی توګه وغورځول شی٠ د ويښتانو اوږدوالی د اوږد عمر او بډايتوب معنی لری٠ د دوی شامپو هم ځانګړی ډول شامپو ده٠ په هغو اوبو کښی چه پکښی وريجی مينځل شوی، ځينی طبی مواد اوچول کيږی او له تخمير کيدو نه وروسته به د ويښتانو د ساتلو دپاره يو ډول خاص شامپو رامنځ ته کيږی٠ اوس ځينی ښځې که څه هم اويا يا اتيا کلنې دی، خو د دوی ويښتان لاهم ډير تور ښکاری او ځلا کوی٠

د ٌ سره ياو ٌ ښځې دری قيمتی شيان لری چه پرته له ښکلی ويښتانو څخه د سپينو زرو زيورونه او ګلدوزی شوی لباس هم د دوی د ښکلا څرګندوی دی٠ دا چه د ٌ ياو ٌ د قوم دغه ښځی په سرو لباسونو کښی په لاره کښی تګ راتګ کوی، ښايسته منظره ګڼله کيږی او د خلکو سترګې راجلبوی٠ د ٌ سره ياو ٌ ټولې ښځې د ګلدوزی په برخه کښی لوی لاس لری او د دوی لخوا ګلدوزی شوی تصويرونه د ژوندی تصويرونو په شان ډير ښکلی دی٠