سين هوا أژانس د خبر لمخې د افغانستان سره د مرستې په هکله د م م د هيات نطاق د رواني مياشتې په دوهمه نيټه په کابل کي د م م د سرمنشي کوفي عنان اعلاميه ولوستله . په دي اعلاميه کي د قندهار په جومات کي د چاودنې پيښه وغندله شوه او وويل شول چه دا د وروستيو کلونو راهيسې په افغانستان کي داسي انتحاري چاودنه ده چه د ملکي کسانو تلفات يي ډير دي . کوفي عنان په خپله اعلاميه کي دغه ظالمانه او وحشي تروريستي عمل وغانده او مړه شويو کسانو ته يي خپله ژوره خواشيني څرګنده کړه