د سين هوا اژانس دخبر له مخی په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د مينونو د پاکولو عملياتی مرکز د جون په ٢ نيټه په کابل کی اعلام وکړ چه له دی امله چه د مينونو د پاکولو اړوند پرسونل په پرله پسی توګه له بريدونو سره مخامخ شوی ، نو نوموړی سازمان پريکړه وکړه چه د افغانستان په جنوب کی په موقتی توګه د مينونو د پاکولو له کار څخه لاس واخلی .
د خبر له مخی په تيرو دوو اونيو کی د افغانستان په جنوب کی د مسلسلو وارو لپاره د مينونو د پاکولو د پرسونلو په ضد تروريستی بريدونه جوړ شوی او په دی پيښو کی پنځه تنه مړه او نور پنځه تنه ټپيان شوی دی .