د سين هوااژانس د خبر له مخی، د هالنډ راډيو په خپرونه کښی وويل چه د هالنډ حکومت د جون په دريمه نيټه پريکړه کړيده چه افغانستان ته نور اووه سوه پنځوس تنه پوځيان وروليږی تر څو چه د افغانستان د پارلمان د انتخاباتو په موده کښی د افغانستان امنيت وساتی٠
اوس په افغانستان کښی د هالنډ څه نا څه شپږ سوه تنه پوځيان ميشته کيږی٠ نوی ليږل کيدونکی پوځيان به د اګيست په مياشت کښی افغانستان ته ولاړ شی او د ناتو بلاک قوماندانۍ ومنی٠