<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-04 17:26:21    
مونږ او اوريدونکی

cri

 رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونی محترمو اوريدونکو اسلام عليکم !

زه عنايت الله رمز او زما همکاره چين جونګ ستاسو د خوښی او خوشحالی په هيله دا دی نن بيا ستاسو په خدمت کی يو . هيله من يو چه د خپرونې تر پايه پوری له مونږ سره پاتی شی .

چين جونګ – مخکی له دی نه چه د اوريدونکو د ليکونو په لوستلو پيل وکړو . د خپلو محترمو اوريدونکو څخه په ډير درنښت غواړو چه هر کله چه مونږ ته ليکونه رااستوی . په راليږل شوی ليک کی خپل نوم او پته په ډيره واضحه توګه وليکی ، تر څو مونږ ته د لوستلو او هم د اوريدونکو ليکونو ته د ځوابونو د استولو په وخت له ستونزو سره مخا مخ نه شو او هم خدای مه کړه چه د اوريدونکو ادرس يا پته غلطه نشی .

رمز – دا ليک د پاکستان د مردان څخه نجاُ الدين يو سفزی راليږلی او د سلامونو تر څنګ زياتوی چه دا زما لومړی ليک دی . کله چه ما ستاسو خپرونه په لومړی ځل واوريده ، نو يقين می وکړ چه ډير خوند او لذت مې تری واخيست . زما تعلق د قانون سره دی وکيل يم . هيله لرم چه د قلم دا دوستې به له تاسو سره ټينګه ساتم او په پای کی زياتوی چه معلوماتې مجلی او ورځپاڼې راته راواستوی .

چين جونګ – محترم ورور نجاُ الدين ته مونږ هم ډير ډير سلامونه وايو ، هيله ده چه د تل دپاره له مونږ سره خپلې قلمې اړيکی ټينګی کړی . مونږ به هڅه وکړو چه مجلې او نور مطبوعات ستاسو په پته واستوو . نيکمرغه اوسی .

رمز – دا لنډ ليک د پښاور له ښار نه محترم ورور

محمد عاقل عاقلی راليږلی . ډير ډير سلامونه يی ليکلی او هم يی زياته کړيده چه زه ستاسو پچوانې اوريدونکی يم او اوس ما ته دا معلوميږی چه ستاسو خپرونې ډيره ترقۍ کړيده او د ليک په پای کی ليکی چه مطبوعات راته راواستوی .

چين جونګ – عاقلی صاحب ته مونږ هم سلامونه وړاندی کوو . مطبوعات به هرومرو په راتلونکی کی ورته واستوو . خوشحاله اوسی .

رمز – دا ليک د پاکستان د مردان څخه د صداقت د کلب مشر روحانې صداقت او ملګرو يی راليږلی او د سلامونو تر څنګ يی ليکلی چه مونږ غواړو چه بېجينګ او شانګهای ته سفر وکړو ، که تاسو په دې هکله معلومات راکړی ښه به وی او ايا له مونږ سره مرسته کولی شی يا نه ؟

جونګ – د صداقت د کلب مشر روحانې صداقت او ملګرو ته يی مونږ هم سلامونه وايو . د سفر په هکله بايد ووايو چه تاسو کولای شی پخپل هيواد کی د چين له سعارت څخه د سياحت يا بل ډول ويزی . په تر لاسه کولو سره چين ته سفر وکړی . مونږ ستاسو د سفر په هکله کومه ځانګړی مرسته نشو کولای خو که تر راډيو پوری راورسيدی ، نو د لارښوونې په برخه کی به لازمه مرسته وکړای شو. خوشحاله اوسی .

رمز – دا ليک د کوهاټ څخه زمونږ دايمې اوريدونکی او د اريانا پښتو ادبی تنظيم مشر سدوارث حنيفې راليږلی او له سلامونو نه وروسته ليکی چه ستاسو ټولی خپرونې په شوق او ذوق سره اورو او د انتر نيټ پاڼه مو هم هره ورځ ګورو .

حنيفې صاحب د خپل ليک په يوه برخه کی د کوم ناسم خبر د خپريدو يادونه هم کړيده چه په پيښور کی يوی ورځپاڼې خپور کړيدی .

چين جونګ – مونږ هم سيدوارث حنيفی صاحب ته ډير ډير سلامونه وايو او د ښو هيلو نه يی مننه کوو . د هغه ناسم خبر په هکله چه تاسو يی په ليک کی يادونه کړيده بايد ووايو چه د چين حکومت او ولس د نړۍ د ټولو خلکو عقيدو او مذهبونو درناوی کوی او هم پخپل هيواد کی د ټولو اديانو او مذهبونودرناوی ، ساتنه او وده تغمين کړيده . دا چی تاسو په پيښور کی کوم ناسم خبر په کومه ورځپاڼه کی لوستی دی . هغه يوازی د هماغی ورځپاڼې نظر او بی بنسټۀ تور دی .په پښتو کی يو متل دی چه وايی پوزه دی پشی يوړه . نو ته بايد لومړی خپله پوزه وګوری چه شته يا نه شته بيا وروسته پشو پشی منډوی ووهه . ښه به داوی چه حقيقت ولټوی نه دا چی د نورو په تورونو قضاوت وکړی . خوشحاله اوسی .

رمز – دا ليک د صوبه سرحد صوابی څحه دا باسين لسنرز کلب صدر نور مالک راليږلی او د سلامونو او ستاينې نه وروسته يی غوښتنه کړيده چه زمونږ کلب رزحستر کړی ، ځکه مونږ د چين دولت او خلکو ته په ډيره درنه سترګه ګورو او پردوستې يی ضحز کوو .

جونګ – محترم ورور نور مالک ستاسو سلامونو ته وعليک وايو . مونږ په تيرو خپرونو کی يوه خبرتيا هم خپره کړی وه چه مونږ غواړو د اوريدونکو کلبو نه په انترنيټ کی ارشيف کړو ، نو تاسو هم د خپل کلب په هکله زمونږ استول شويو پوښتنو ته ځوابونه واستوی او د ځوابونو نه وروسته به ستاسو کلب هم ارشيف او راجستر کړو .

رمز – دا بل ليک هم د پاکستان د صوبه سرحد ضلع وتحصيل مانسهره نه امان الله امان راليږلی ، وروسته له سلامونو نه يی خپل ملګری معرفی کړی دی چه د

عبدالله اندوی په ليک کی هم معرفی شوی ؤ . د تکرار څخه به يی صرفه نظر وکړو ، خو امان الله امان پخپل ليک کی د عبدالله مقری د سندری غوښتنه کړيده .

چين جونګ – امان الله امان ته مونږ هم سلامونه وايو . که د خپرونی په پای کی وخت پاتی شو ، نو د عبدالله مقری سندره به هم خپره کړو . خوشحاله اوسی .

رمز -- اودا وروستې ليک د پاکستان د صوبه سرحد ضلع وتحصيل مانسهره نه نور جان ارمانې راليږلی سلامونو ته يی وعليک وايو ، د دوی د نورو ليکونو په تمه .