<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-04 17:29:49    
د اوريدونکو غږ

cri

  : د پاکستان د صوبه بلوچستان د پشين کلې تراټې څخه د بدرالدين غزيزی صاحب د سيالۍ ليک

مونږ د سی ار ای راډيو د پښتو څانګې ټولو کارکونکو او اوريدونکو ته ډير ډير سلامونه وړاندی کوو . ګرانو دوستانو د سی ار ای راډيو د پښتو څانګې په باره کی چه تاسو د مونږ او د سی ار ای راډيو پښتو څانګې تر عنوان لاندی يوه سيالی جوړه کړې ده او زمونږ هم زړه غواړی چه په دې سيالۍ کی ګډون وکړو او له تاسو څخه دا هيله لرو چی زمونږ وه دې مختصره او کمزورې ليک ته په دې ياده شوی سيالې کی ځای ورکړی .

تاسو يقين وکړې چه تر دې له مخه لا ماپه زړه کی د چين سره مينه درلوده او مابه وخپلو همزولو ته په هر مجلس کی د چين د خلکو د ښواخلاقياتو ، د چين دامن خوښی بهرنۍ پاليسی او خاص خاص د پښتنو سره د چين درويی تعريفونه هر کله کول .د ژمی شپه و ه ، د ٢٠٠٤ کال د فبروری د مياشتې شلمه نيټۀ وه ، برق هم نه وو توره تياره وه ، تېزاو په شېبو شېبو باران ورسيده . سائبان مې راواخيست او ولاړم په جماعت کی می لموغ اداکړ . دواره چی کورته راغلم ، دلته يوه پاکستانې د اردو ژبی مجله ده . دا خبار جهان په نامه دامجله مې راواخيسته ، وانګپسی ته کينيناستم او څراغ مې مخ ته راته کښيښود ، د مجلې په لوستومې لا پيل نه وکړی چه ساعت ته مې وکتل شل دقيقې بالا اته بجې وی ، نو مجله می پريښو وه او راډيو مې راواخيسته چه د بی بی سی راډيو خبرونه واورم ، ما چه د راډيو ستن وګرزوله ، نو ستن د سی ار ای راډيو د پښتو څانګی پر مونږ او اوريدونکی ، پروګرام باندی

برابراه شوه چه عنايت الله رمز صاحب او وانګ اين خه خور پکی غيدل او د اوريدونکو ليکونه يی نشر کول پروګرام نيم تيرشوی وو . خو پاتی پروګرام می ډير په شوق سره واوريدی . ډير می خوښ شوم او دافيصله مې وکړه چه د سی ار ای راډيو سره به قلمې رابطه جوړ وم . په همدې سهار می په دې باره کی د ملګرو سره مشوره وکړه . دوهمه نيټه وه چه زما لومړی ليک په مونږاو اوريدونکی پروګرام کی نشر شو . تاسو يقين وکړی چه په هغه ورځ زه ډير زيات خوشحاله شوم او بيا به مې وه هر چاته د سی ار ای راډيو په باره کی معلومات ورکول او د پښتو څانګې وخت او پروګرامونه به مې ورښوول او داسلسله مې اوس هم جارې ساتلې ده .

يوه ورځ په جان هوټل کی ناست وم چه د ٢٠٠٤ کال د اپريل د مياشتې دوه ويشتمه نيټه وه ، نو د هوټل منيجر راباندی ږغ وکړ چه راشه ستادپاره د چائناراډيو خط راليږلی دی او نورو ناستو خلکو ته يی هم وويل چه دا خط ده لره د چائنا څحه راغلی دی . په هغه ورځ خو ستاسو لومړی خط زما غزت يو په دوه کړ او زما شخصيت يی په خلکو ډير ښه وپيژند . تر اوسه پوری هغه ستاسو عکسونه او ځينې نور ليکونه زه وخلقو ته ښکاره کوم او زما د عرت د ډيريدو زريعه ګرزيدلی ده . د هغی ورځ راهيسی د سی ار ای راډيو د پښتو څانګی سره زما مينه او علاقه نوره هم زياته شوه او اوس هميشه د پښتو څانګې ټول پروګرامونه په ډير شوق او ذوق سره اورم . د سی ار ای راډيو د پښتو څانګی ټول پروګرامونه ډير په زړه پوری او خورا ګټور پروګرامونه دی او د سی ار ای راډيو خبرونه مې ډير زيات خوښيږی . ولی چه بالکل غير جانبداره خبرونه دی او سړی په رښتيا او حقيقې حال باندی پوره پوره خبروی .

زما د ټولې ښتنې نړۍ څخه راخواست دی چه د سی ار ای راډيو پښتو څانګه په مداومه توګه واوری او زياته ګټه تری واخلی .

د سی ار ای راډيو په باره کی زما يوه غزل

په نړۍ کی مې خوسيږی د چائناد راډيو ږغ

هره شپه چه راخپريږی د چائناد راډيو ږغ

نور ږغونه خوبې شميره پرجهان اورم مدام

ښايسته رامعلوميږی د چائناد راډيو ږغ

زمونږ کوشش دی چه لا نور قومونه دی کړوراغب

پښتو نخواکی هوسائيږی د چائناد راډيو ږغ

پښتو څانکه يی ده څانګه په ګل باغ کی د ګلاب

د ګلزار رنګه ښکاريږی د چائناد راډيو ږغ

اول ږغ بيار باب سی بيا نغمې سی د بلبل

چی وه ماته رارسيږی د چائناد راډيو ږغ

پريږده دا دې خطاباسی دا غيار ټيلې ويژن

غزيزی در ته ږغيږی د چائناد راډيو ږغ